د ننګرهار ولایت سیمه ییز چازواکي نن چها شنبې ( د لیندۍپه۱۳مه نېټه) وایي د جاپانۍ موسسې مشر، ناکامورا له خپلو پنځو کارکوونکو سره د ناپېژانده وسله والو برید کې وژل شوی دی.
د ننګرهار د والي ویاند، عطاالله خوګیاڼی څرګندوي چې پر ښاغلي ناکامورا سهار اته بجې کله چې یې غوښتل د خپل کار دفتر ته ولاړ شي د جلال اباد ښار په لومړۍ امنیتي حوزه کې پرې برید شوی او څلور افغان ساتونکي او چلوونکی یې هم ورسره وژل شوي دي.
هغه زیاته کړه:«داکتر ناکامورا د خپل کار پر لور روان وو چې پرې وسله وال برید وشو. په دغه برید کې د نوموړي څلور افغان ساتوونکي او چلوونکی هم وژل شوي.
خوګیاڼی همدا راز زیاتوي:«ناکامورا بگرام هوایي ډګر ته د لیږد پرمهال د جلال اباد هوایي ډ ګر کې یې ساه ورکړه»
وسله وال په تېښته بریالي شوي دي.
طالبانو برید کې لاس لرل رد کړي دي.
ناکامورا د کلون راهیسې افغانستان کې د للمو ځمکو اوبو کولو او د هېواد ختیځ کې خلکو ته د کرنیزو اسانتیاو برابرولو باندې بوخت وو.
نوموړي څه موده مخکې د ولسمشر غني نه د افغانستان تابیعت هم ترلاسه کړ.