Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ننګرهار کې د ماین چاودنې د دوو کسانو ژوند واخیست

د ننګرهار ولایت سیمه‎ییز چارواکي وايي د جلال آباد ښار دریمې حوزې سیمه کې د ماین چاودنې له کبله دوه کسان وژل شوي دي.

دا چارواکي وايي پېښه نن(دوشنبې د وري په ۱۹مه نېټه) شوې ده او په ترڅ کې یې پنځه تنه ټپیان هم دي.

د ننګرهار د پولیسو ویاند، فرید خان وايي چاودنه پر رنجر موټر د نښلول شوي چسپکي ماین د چاودنې په پایله کې رامنځته شوې ده.

د وژل شویو کسانو د هویت په تړاو څه نه دي ویل شوي.

د پېښې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې دوې ورځې مخکې د ماین په چاودنه کې یوه ښځه وژل شوې وه او د دوو ماشومانو په ګډون پنځه تنه نور ټپیان وو.

د ننګرهار د پولیسو ویاند، فریدخان وايي چې په دې پېښه کې پنځه تنه ټپیان شوي دي

شریک یي کړئ