Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ننګرهار کې چاودنې د ۱۵ کسانو ژوند واخیست

جلال آباد ښار پښتونستان چوک کې د ولایت مقام مخې ته چاودنه شوې ده او په دې چاودنه کې ۱۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړ.

پېښه نن (یک‎شنبې د غبرګولي۲۷مه) له غرمې وروسته کابو ۳:۰۰بجې شوې ده او په کې د ټپي شویو کسانو شمېر نه دی څرګند.

په همدې حال کې د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر نجیب‎الله کامه‎وال وايي چې تر اوسه پورې ۱۵ کسان روغتون ته وړول شوی چې ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

دی وړاندې وايي چې ۴۵ ټپیان هم له دې پېښې روغتون ته وړل شوي او تر درملنې لاندې دي.

د ننګرهار د والي ویاند، عطاالله خوګیانی پېښه تائیدوي او زیاتوي چې یوه ځانمرګي بریدګې د جلال آباد ښار لومړۍ حوزه کې د والي دفتر مخې ته ورسره چاودېدونکي توکي چوولي دي. 

ښاغلی خوګیانی وایي چې مرګ ژوبله ملکي کسانو ته اوښتې او ځانمرګی پلی وه.

د برید مسوؤلیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له افغان ځواکونو سره د اختر په درېیو ورځو کې اوربند اعلان کړی دی، خو داعش ډلې تېره ورځ ننګرهار کې د یوه ځانمرګي برید مسوؤلیت ومانه.

په ننګرهار کې ځايي چارواکو وویل چې طالبانو او امنیتي ځواکونو پر یوې غونډې د ځانمرګي برید په ترڅ کې ۲۶ تنه ووژل شول او۶۰ تنه نور یې ټپيان کړل.

د طالبانو او امنیتي ځواکونو دا غونډه د حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند د لمانځلو په پار جوړه شوې وه.

همداراز په ننګرهار کې د طالبانو اړوند کسانو د پروني  ځانمرګي برید په غبرګون کې ویلي، دا ډول بریدونه به درې ورځني اوربند ته زیان و نه رسوي.

د سپینو بیرغونو لېږدونکي وسلوال طالبان له خپلو کورینو او خپلوانو سره د اختر لمانځنۍ په پار جلال اباد ښار ته راغلي دي.

دوی وایي، د افغانستان دښمنانو نه غواړي چې په افغان خاوره کې سوله ټینګه شي.
 
د ننګرهار د والي ویاند وايي چې برید کابو درې بجې د والي دفتر مخې ته یوه ځانمرګي بریدګر ترسره کړی دی

شریک یي کړئ