Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'نه اعلان شوی اوربند'؛ تېرو۲۴ساعتونو کې ۳ ولایتونه د نښتې شاهد و

په داسې حال کې چې سرچینې له اختر وروسته د څلورمې ورځې لپاره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د نه اعلان شوي اوربند په اړه ویلي، خو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دغه اوربند تر پښو لاندې شوی دی.
 
په داسې حال کې چې افغانانو د اختر په درېیو ورځو کې له جګړې لیرې آرامه شپې ورځې تېرې کړې، خو د اختر په څلورمه ورځ بیا هم د هېواد په ځینو برخو کې د جګړې اور بل شو.

د هغو رپوټونو پر بنسټ چې طلوع نیوز ته رسېدلي دي، په زابل، فراه او پروان ولایتونو کې د دواړو لوریو بریدونو او جګړو د دواړو لوریو نه اعلان شوی اوربند چې ټاکل شوې وه له اختر وروسته هم دوام وکړي له ننګونو سره مخامخ کړ.

طالبان ادعا کوي چې تېره ورځ په زابل ولایت کې د افغان دولتي ځواکونو په هوايي برید کې ملکي خلکو ته زیان رسېدلی دی.

پخوانی طالب قومندان سید اکبر آغا په دې اړه وویل:«طالبانو (د اختر په درې ورځو کې) په خپله اراده اوربند وکړ؛ دا د سولې په هوکړه کې نه دی راغلی.»

د پروان ولایت په سیاه ګرد ولسوالي هم د چهارشنبې له شپې د پنجشنبې تر سهاره د طالبانو لخوا بریدونه شوي چې تلفات یې لرلي دي.

د پروان د والي ویانده وحیده شهکار وايي:«تېره شپه دوه بجې طالبانو د سیاه ګرد ولسوالۍ په «انتن» نومې سیمه کې د سیمه ییزې اردو پر پوستې برید کړی چې په پایله کې یې د سیمه ییزې اردو اوه تنه شهیدان شوي دي د هغوی دوه تنه طالبانو له ځان سره بیولي دی او یو بل تن ټپي شوی دی.»

طالبانو د چهارشنبې په شپه د فراه ښار په شمال کې د دولتي ځواکونو پر یوه پوسته برید وکړ چې افغان ځواکونو ته په کې زیان رسېدلی دی.

د فراه د ولایتي شورا غړی داد الله قانع څرګندوي:«د افغانستان په جګړه کې چې هر لوری په قصدي توګه ملکي موخې په نښه کوي، د خپلو هېوادوالو ژوند ته یې سپکاوی کړی او پر خپل وجدان یې پښه اېښې ده.»

خو د هېواد په شمال کې په تېرو پنځو ورځو کې د دواړو لوریو ترمنځ هېڅ نښته نه ده شوې.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي وویل:«له نېکه مرغه د ۲۰۹ شاهین قول اردو د مسوولیت په سیمه کې هېڅ ډول تحرکات نه دي شوي او او دغه اوربند تراوسه هم رعایت شوی دی.»

افغانان په هېواد کې د دایمي سولې او اوربند د ټینګېدو غوښتونکي دي.

د مزارشریف اوسېدونکې سودابه څرګندوي:«د دې غوښتونکي یوو چې انشاالله دغه اوربند دوام پيدا کړي؛ په افغانستان کې، زموږ په ولایتونو کې او په هغو ځایونو کې چې موږ ژوند کوو، وکړای شو خپلو کارونو ته دوام ورکړو.»

د مزارشریف اوسېدونکی جمشید هم وايي:«موږ له جګړې، ناامنۍ، او ناارامۍ څخه ستړي یوو؛ ټول ستومانه شوي دي. راځې چئ چې دغه اوربند د تل لپاره په افغانستان کې پلي کړو.»
په اختر کې د طالبانو لخوا د اوربند اعلان ددې لامل شو چې افغان حکومت د اختر په دوو ورځو کې زر تنه طالب بندیان له زندانونو خوشي کړي او ټاکل شوې ددغې ډلې زر نور بندیان هم خوشي شي.

تراوسه افغان حکومت دوه زره طالبان له بنده خوشي کړي دي.
 
طالبانو او افغان حکومت د کوچني اختر په درېیو ورځو کې اوربند وکړ - هغه اوربند چې د سرچینو په وینا اوس هم په نه اعلان شوې توګه دوام لري.

شریک یي کړئ