Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نېکلسن: هوايي بریدونو د طالبانو له خوا د سیمو د پرځېدو مخنیوی کړی

په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نېکلسن وایي، د بهرنیو ځواکونو په ملاتړ د افغان امنیتي سرتېرو د عملیاتو پراختیا د طالبانو په لاس د ولایتونو او ولسوالیو د پرځېدو مخنیوی کړی دی.

هغه د هېواد له یو شمېر پوځي مسوولینو سره د لغمان ولایت مرکز ته نېږدې یوې امریکايي اډې ته د هېواد د ختیځ د امنیتي وضعیت د څېړلو لپاره تللی دی.

جنرال جان نېکلسن وايي افغان ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموریت په ملاتړ طالبانو او نورو مخالفو وسله والو ډلو ته درنه مرګ ژوبله رسولې ده.

نېکسن زیاته کړه:« په ټول هېواد کې د غوڅ ملاتړ ماموریت او امریکايي ځواکونو په ملاتړ افغان ځواکونو د عملیاتو بریالیتوب دښمن ته درنه مرګ ژوبله رسولې ده، دغو عملیاتو د ولایتونو او ولسوالیو د مرکزونو د نیولو لپاره د دښمنانو د هڅو مخه نیولې ده، دوی اوس دې ته اړ شوي چې ویرونکو ځانمرګو بریدونو ته مخه کړي چې ملکي خلکو ته زیان رسوي، طالبان دوه مخي دي له یوې خوا وايي ملکیانو ته زیان نه رسوي خو له بلخوا دا کار کوي.»

له بلخوا د افغانستان لوی درستیز جنرال شریف یفتلي وايي د بهرنیو او افغان ځواکونو وروستي هوايي عملیات ډېر اغېزمن وو او د دغو عملیاتو دوام به د افغانستان د جګړې په ډګرونو کې مثبت بدلونونه رامنځته کړي.

له دې سره جوخت د افغانستان په ختیځ کې د امریکا د پوځ یو افسر جنټان جیمز وايي چې د افغان امنیتي ځواکونو ترڅنګ، هڅه کوي چې ترهګرو ډلو ته د فعالیت اجازه ور نه کړي.

هغه څرګنده کړه:« موږ دلته د افغانستان په ختیځ کې د افغان ځواکونو له عملیاتو ملاتړ کوو ترڅو دوی ښه عمل وکړي.»

جنرال یفتلي وايي ډېر ژر به د طالبانو په واک کې ټولې ولسوالۍ له هغوی ونیسي او د ترهګرو ډلو د ځپلو هڅې روانې دي.

شریک یي کړئ