Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هانګ کانګ کې له پولیسو سره د اعتراض‎کوونکو نښته

هانک کانګ کې زرګونه تنه اعتراض کوونکي دولتي ودانیو خوا ته سره راټول شوي او له پولیسو سره نښتي دي.

یو شمېر اعتراض کوونکو دولتي ودانیو ته نښتې لارې تړلې دي. دوی چین ته د مجرمان د استرداد لایحې پر ضد سره راټول شوي دي.

پولیسو د اعتراض کوونکو د پاشلو په موخه له اوښکو بهوونکو ګازو او د مرچو له سپرېو کار اخیستی. پولیس وايي له زوره د کار اخیستو ته هم چمتو دي، خو لا هم اعتراض کوونکي دولتي ودانیو ته څېرمه پاتې دي.

 د هانک کانګ اوسېدونکي وايي چې چین ته د مجرمان د استرداد لایحه د بشري حقونو خلاف ده او زیاتوي، دا لایحه به د چین لاس خلاص کړي تر څو راتلونکي کې خپل سیاسي مخالفان او د بشري حقونو فعالان په هانک کانګ کې ونیسي او چین کې یې محاکمه کړي.

یو تن اعتراض کوونکی وايي:«موږ نه پرېږدو چې دا لایحه پلې شي.»

په همدې حال کې د هانک کانګ چارواکي دا لایحه مجرمانو ته د سزا ورکړې او همداراز د قانون په پلې کولو کې اغېزناکه بولي.

دا له ۱۹۹۷ کال وروسته په هانک کانګ کې تر ټولو لوی سیاسي اعتراض دی چې ترسره کیږي.

اعتراض کوونکي د چین خاورې ته د مجرمان د استرداد د لایحې په تړاو نیوکه لري

شریک یي کړئ