Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات ولایت کې د سرطان ناروغۍ د زیاتوالي په اړه اندېښنې

د هرات ځايي چارواکي په دغه ولایت کې په سرطان ناروغۍ د اخته کسانو د شمېر زیاتوالي په اندېښمن دي.

د هرات د عامې روغتیا ریاست وايي په تېرو یوولسو میاشتو کې څه د پاسه ۶۵۰ تنه دغه ناروغان د دې ولایت د عامې روغتیا په ریاست کې ثبت شوي دي.

د هرات د حوزوي روغتون ریاست وايي د شمېرو له مخې په سرطان ناروغۍ د اخته کسانو شمېر هر کال په زیاتېدو دی.

د هرات د حوزوي روغتون سرطبیت محمد عارف جلالي په دې اړه وویل:«هغه پرېکړه چې سږکال لرو، دا چې زموږ مرکز د ناروغانو د مراجعې وروستۍ مرکز دی، مطمیناً هغه شمېرې چې سږ کال یې موږ ثبت لرو د تېر کال په پرتله زیاتې دي.»

ډېری دا ناروغان د سینې په سرطان اخته دي، نظیره د خپلې ناروغۍ د تشخیص لپاره د ماموګرافۍ یا د سینې د سرطان د تشخیص مرکز ته راغلې ده. 

نوموړې په خپله سینه کې د یوې دانې له شته‎والي کړېده او له سرطان څخه یې وېره لرله خو له معاینې وروسته خوښي څرګندوي او وايي چې ناروغي یې په آسانۍ سره درملنه کېږي. 

ناروغه نظیره عتیقي وايي:«یو کال مخکې زما سینه خوږېده، تل به خواشینې ویم چې څه لري، خو اوس دلته روغتون ته راغلې یم او ماموګرافي مې وکړه ډاکټر ډاډ راکړ چې جدي څه نه دي د درملنې وړ دي.»

ماموګرافي چې په هرات ولایت کې د سرطان د تشخیص یوازینی مرکز دی د سینې سرطان د ناروغانو د شمېر د زیاتوالي خبره کوي.

د مامو ګرافي مرکز مسووله فرزانه سروري څرګندوي:«یوه مېرمن چې کابو ۲۵ کلنه وه په هغې کې سرطان تشخیص شو او سل په سلو کې سرطان و، معاینات یې له هېواده بهر ته واستول شول او پایله یې هم راغله چې سرطان ده. له ۲۵ کلنۍ تر ۲۷ کابو درې پېښې خو له ۳۰ کلنۍ پورته د سرطان ډېرې پېښې ثبت شوې خو معمولاً په ۴۰ کلنۍ کې دي.»

اخوا د هرات د عامې روغتیا ریاست په دې ولایت کې د سرطان د تشخیص او درملنې مرکز د جوړولو خبر ورکوي.

د هرات د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم تمنا په دې اړه زیاته کړه:«زموږ هېواد د ودې په حال کې دی، او نه لېږدونکې (غیر ساري) ناروغۍ لکه شکر، سرطان د ودې په حال کې دي. او د دې د درملنې لپاره یو نوي پړاو ته ننوځو، موږ نوی د سرطان د بېلګې د اخیستو لپاره یو نوی مرکز پرانیزو، او دا به د ننه په روغتون کې پرانیستل شي.»

سرطان یوه وژونکې ناروغي ده چې د متخصصینو په وینا په دېری موردونو کې جنتیکي ریښې لري او کسانو ته له نیکونو ورپاتې وي.

شریک یي کړئ