Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات کې اورښت او د کروندګرو خوښي

د هرات ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي وروستۍ اوونۍ کې د تېر ټول کال شل سلنې په پرتله باران شوی دی.

دغو بارانونو کروندګرو او هغو مالدارو ته چې په تېرو کلونو کې یې د وچکالیو له کبله خپل څاروي له لاسه ورکړي، نوې هېلې پخښلي دي.

یو تن کروندګر، شمس الدین وايي:«وچکالی وه، اوبه هېڅ نه وې، کرنه نه وه، مالداري نه وه، سږ کال ښه ده د کال له پیله بارانونه شته.»

بل بزګر، نصیراحمد فیض محمدي زیاتوي:«نوي سلنه کروندګرو او مالدارو تېر کال زیان وکړ او سږ کال د بارانونو له پیل سره هم کروندګر او هم مالدار هیله من شوي دي.»

بزګر، شېراحمد یارزاده وړاندې وايي:«بارانونه چې د پرون راهیسي پیل شوي دي، پر وخت او ښه کرنه به زموږ لپاره ولري، او د هرات کروندګر ډېر خوشاله دي.»

د تېر کال وچکالۍ لامل شوي چې د بادغیس ولایت نه هم یو شمېر کروندګر او مالدار هرات ولایت ته کډوال شي. دوی وايي که وچکالۍ پای ته ورسيږي، نو دوی به بیا خپلو سیمو ته ولاړ شي.

د بادغیس ابکمرې ولسوالۍ اوسېدونکی، محمد نسیم وايي:«موږ پسونو درلودل، ټول له منځه ولاړل، للمۍ ځمکې مو درلودې ټولې وچې شوې، چې باران ونشي نو کښت به څه ډول کېږي. که باران وشي نو بیا ځو خپلو سیمو ته»

د بادغیس د مقر ولسوالۍ کډوال شوی بزګر، عبدالوهاب زیاتوي:«زه وایم که کال آباد وي نو څوک غواړي چې خپلې سیمې پرېږدي؟ اوس تاسو زموږ ژوند اوګورئ.»

د هرات ولایت د کرنې ریاست چارواکي روان کال کې د بارانونو اورښت ته هیله من دي.

د هرات ولایت د کرنې او ملادارۍ رئیس، عبدالصبور رحماني وايي:«دوو ورځو بارانونو کې موږ ۲۳ ملي متر چې د تېر ټول کال په پرتله شل سلنه ده، او هیله لرو چې سږ کال به ښه کار ولرو او له وچکالیو به بهیر وو.»

په همدې حال کې د هریرود ـ مرغاب اوبیزې حوزې رئیس وايي چې بارانونو د سلما د بند اوبه هم زیاتې کړې دي.

د مرغاب ـ هریرود د اوبیزې حوزې رئيس، نور احمد بارز څرګندوي:«موږ هیله لرو چې وروستیو بارانونو سره د کروندګرو ستونزې هوارې کړي او له حاصلاتو ډک کال ولري.»

هرات کې اورښت او د کروندګرو خوښي

د تېر کال وچکالۍ لامل شوي چې د بادغیس ولایت نه هم یو شمېر کروندګر او مالدار هرات ولایت ته کډوال شي. دوی وايي که وچکالۍ پای ته ورسيږي، نو دوی به بیا خپلو سیمو ته ولاړ شي

شریک یي کړئ