Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات کې د افغان‎ـترک لیسې د ښوونکو او زده‎کوونکو نیونه

په هرات ولایت کې د افغان ترک لیسې مسوولینو د پولیسو لخوا د یادو لیسو د یو شمېر ښوونکو او زده کوونکو له نیول کېدو خبر ورکوي.

دوی وايي یو شمېر پولیس او امنیتي ځواکونو نن(یکشتبې د لړم په ۲۰مه نېټه) د افغان ترک د نجونو او هلکانو پر لیسو برید وکړ او ښوونکي او زده کوونکي یې له ځانه سره امنیه قومندانۍ ته بوتلل.

 د هرات د والي ویاند، جیلاني فرهاد وايي امنیتي ځواکونو د محکمې حکم له مخې د دي ښوونځي اداره چې د فتح الله ګولن خوځښت پورې اړوند دی، نیولې ده.

په همدې حال کې د افغان ترک لیسو بنسټ د خبرپاڼې په خپرولو سره هرات کې د امنیتي ځواکونو لخوا پر ښوونځي برید غندلی دی او هغه یې د اساسي قانون او مدني قانون، د  جزا کوډ او نړیوالو نورمونو سره په ټکر کې بللی.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال په کب میاشت کې افغانستان کې د افغان ترک د لیسو مسوؤلیت په رسمي توګه د ترکیې د پوهنې وزارت ته وسپارل شو.

هغه مهال د افغانستان د پوهنې سرپرست وزیر ویلي وو چې دا پرېکړه د افغانستان او ترکیې د دوستۍ او ملي ګټو لپاره شوې ده.

د ترکیې حکومت په دې هېواد کې له ناکامې کودتا وروسته د افغانستان له حکومت نه غوښتنه کړې وه چې د افغان ترک لیسو مسوولیت د ترکیې د پوهنې وزارت ته وسپاري. د ترکیې حکومت ادعا کوي چې د افغان ترک لیسې د فتح الله ګولن لخوا اداره کېږي، هغه کس چې په ترکیه پر ناکامې کودتا تورن دی.

د ادعاوې تل د افغان ترک د کورنیو ټولنې لخوا رد شوې دي.

د افغان ترک لیسې په کابل، بلخ، هرات، کندهار، ننګرهار او شبرغان ولایتونو کې فعاله دي.

د هرات ولایت امنیتي چارواکي هم تائیدوي چې د افغان ترک د لیسو یو شمېر ښوونکي او زده کوونکي نیول شوي دي

شریک یي کړئ