هرات کې نېږدې ۱۰۰ داسې انځورونه نندارې ته اېښودل شوي چې د افغانستان او ترکیې د ملګرتیا مخیینه څرګندوي.
په افغانستان کې د ترکیې د مرستندویه دفتر مسوول وایي دا عسکونه د یوې پېړۍ مخيینه لري او د ترکیې له ملي ارشیف څخه افغانستان ته راوړل شوي دي.
دا انځورونه د افغانستان د څو ښارونو دي او دغه راز د افغانستان د وخت پادشاه امانالله خان او کابل کې د ترکیې د لومړي سفیر جنرال فخرالدین د ملګرتیا ښکارندوي کوي.
په یوه انځور کې لیدل کېږي چې د افغانستان ملي بیرغ په کابل کې د ترکیې د سفیر پر غاړه او د ترکیې بیرغ د افغانستان د پاچا امان الله خان پر غاړه دی.
دغه عکسونه د ترکیې له ملي ارشیفه هرات ته راوړل شوي او نوموړي ولایت کې په یوه نندارتون کې نندارې ته اېښودل شوي دي.
په هرات کې د ترکیې د تیکا دفتر مسوول ډاکټر علي ارغون چنار څرګنده کړه:«زموږ اړیکه ډېره اوږده او اهمیت لرونکې ده او دا تاسې کولای شي چې په دغو انځورونو کې ووینئ. موږ هڅه کوو چې د ترکیې او افغانستان د تاریخي ملګرتیا نورنې نښې هم نندارې ته کېږدو.»
همداراز په دغو عکسونو کې د هېواد بېللابېلې سیمې او تاریخي ځایونه ښودل شوي دي.
د نندارتون یو شمېر لیدونکي وايي د دغو تصویرونو لیدل به د افغانستان او ترکیې د وګړو ترمنځ د دوستۍ د دوام لامل شي.
د مدني ټولنې فعاله ماریا بشیر وايي:«د دغو انځورونو لیدل موږ د افغانستان او ترکیې د خلکو ترمنځ د تاریخ او تاریخي اړیکو سره نور هم اشنا کوي او دا ملګرتیا له دې لارې نورو کهولونو ته په میراث پاتېږي.»
د نندارتون یو بل نندارچي محمد اسماعیل کهن څرګندوي:«ما د دغو عکسونو په لیدو سره د افغانستان او ترکیې د دولت او خلکو ترمنځ د ملګرۍ یوه ژوره اړیکه پيدا کړه. هیله لرم چې دا اړیکې وساتل شي او موږ به له پخوا ډېر دغې ملګرتیا ته دوام ورکوو.»
په دې ځاي کې د افغانستان د پاچاهانو او د هېواد د ژورنالیزم د بنسټ اېښودونکي محمود طرزي عکسونه هم نندارې ته اېښودل شوي چې د ترکي عکاسانو لخوا اخیستل شوي دي.
په دې اړه مو اندونه