Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات کې د تېرکال راهیسې له زرو ډېرې ښځې د تیو په سرطان اخته شوې

د هرات ولایت روغتیايي مسوولین په دغه ولایت کې تیو د سرطان نارغۍ له زیاتوالي له اندېښنې څرګندولو سره وايي، د دوی څېړنې وروستي یوه کال کې ښیې چې ۱۰۰۳ ښځې په دغه ناروغۍ اخته شوې دي.

هرات کې څېړونکي وايي د ۲۰۱۳ زیږدیز کال راهیسي د سرطان پېښې د زیاتوالي پر لور روانې دي.

د پوهنتون استاده، عادله کبیري چې شپږ میاشتې یې د سرطان پر ناروغۍ څېړنه کړې وايي:« ما غوښتل چې پوه شم دا چې ښځې څومره ښځې مالومات لري، خو یوازې ۳،۳ سلنې ښځو مالومات درلودل او هغه هم کم وو او دا شمېر ډېر کم دی. او کابو څلور سلنې هم مالومات درلودل او پروسه یې په سمه توګه نه ترسره کوله.»

په  داسې حال کې چې روغتیاپالان تل ښځو ته د احتیاط په موخه د معاینې سپارښتنه کوي، نوریه محمدي هم د هرات روغتیايي مرکز ته راغلې څو د خپلې روغتیا په اړه مالومات ترلاسه کړي.

هغه وايي خور یې د تیو سرطان لري:«خور مې سرطان درلود، ما هم وېره درلوده چې دا ارثي نه وي، دلته راغلم څو معاینه وکړم.»

د هرات بله اوسېدونکې، فائزه زیاتوي:«ښځو سره پوهاوی مرسته کولی شي، څو دوی ولاړ شي او معاینه وکړي او خپله درملنه وکړي. او یا هم مخکې له ناروغۍ یې مخنیوی وکړي.»

ډاکټران د تیو سرطان د مخنیوي لار مخکې له مخکې، معاینات بولي.

هرات کې ډاکټر، سیدعظیم څرګندوي:«هغه کسان چې په دې څېړنه کې ښکېل دي، د پوهنتون استادان او علمي رتب دي او دا څېړنه یې د نړیوالو معیارونو په اساس ترسره کړې ده. نه یوازې د اوسني بلکې د راتلونکي نسلونو لپاره اغېزمنه ده.»

ټاکل شوې هرات کې د تیو سرطان په تړاو د شوې څېړنې بایله د عامې روغتیا وزارت او رسنیو په واک کې ورکړل شي، څو د ښځو لپاره د دغې وژونکې ناروغۍ د مخنیوي لپاره تابیاوې ونیسي.

شریک یي کړئ