Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات کې د هوايي برید له کبله د طالبانو یو قومندان ووژل شو

هرات کې سیمه ییزې سرچینې نن(پنج‎شنبې د مرغومې په ۱۹مه نېټه) وایي، شینډنډ کې د ملا رسول په مشرۍ د طالبانو جلا شوې ډلې د یوه قوماندان، ملا ننګیالي پر قرارګاه بې پیلوټه الوتکې برید کړی چې په پایله کې يې د ملا ننګیالي په ګډون یو شمېر وژل شوي او ټپیان دي.

هغو کسانو چې د دې پېښې ټپيان یې د هرات ولایتي روغتون ته رسولي وایي، پېښه کې له ۴۰ زیات کسان وژل شوي، خو رسمي سرچینو دا شمېرې نه دي تایید کړي.

سرچینې زیاتوي، چې دې هوایي برید کې ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

بل لور د هرات حوزوي روغتون مسوولان وایي، له شینډنډ نه یو مړی او اوه تنه ټپیان وروړل شوي.

د پيښې یو شاهاد وايي چې تېره ورځ څلور بې پيلوټه الوتکو د شینډنډ پر مرکز د ملا ننګیالي قرارګاه په ګډون څو کورونه بمبار کړل.

د طلوع نیوز سیمه‎ییز خبریال وايي چې دغه هوايي بریدونه د حکومت تر ولکي لاندې سیمه کې شوې دي.

د هرات سیمه ییزو چارواکو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې بهرني ځواکنه وايي د هرات په شینډنډ کې د افغان امنیتي ځواکونو په غوښتنه هوايي عملیات شوي دي.

افغانستان کې د یادو ځواکونو ویاند وايي چې بهرنیو ځواکونو د افغان امنیتي ځواکونو په همغږئ " تېره ورځ دغو ځواکونو دفاعي همغږي بریدونه د افغان ځواکونو په ملاتړ" شینډنډ کې ترسره کړي دي.

 د سیمه ییزو سرچینو د مالوماتو له مخې په دغه هوايي برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ ترلږه ۴۰ ملکي کسان وژل شوي دي

شریک یي کړئ