Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې د ښځينه خبریالانو په وړاندې د ګواښونو زیاتوالی

هرات ولایت کې ځینې ښځینه خبریالانې، د هغه څه په اړه چې د ځان په وړاندې د ګواښونو زیاتوالی بولي اندېښنه څرګندوي.

دغه خبریالانې وايي په هرات کې د افراطیت له زیاتوالي سره، په رسنیو کې کاري چاپېریال ورځ په ورځ تنګېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هرات د یوې تصویري رسنۍ ویانده صنم نېکزاد د ناپېژانده کسانو له خوا په چړې سره ټپي کړل شوې ده.

مېرمن نېک زاد چې د پېښې د تکرار له وېرې نه غواړي د کمرې په وړاندې څه خبرې وکړي، وايي په رسنۍ کې د کار په خاطر څو ځلې ګواښل شوې ده.

هغه زیاتوي:«زه خبره نه وم. له پوهنتونه د کور په لور روانه وم، اته بجې نه وې شوې؛ دوه تنه چې په موټر سایکل سپاره وو، راغلل او پر ما یې برید وکړ. هوډ یې دا وو چې په چاکو سره ما په ستوني او یا هم په مخ ووهي... کله مې چې چیغه وکړه وتښتېدل.»

حسینا عظیمي په هرات کې یوه بله ښځینه خبریاله ده چې نږدې یوه لسیزه کېږي په بېلابېلو رسنیو کې خبریالي کړې ده.

نوموړې په دې ورځو کې د ځاني امنیت نشتون، د خپل ژوند پر وړاندې یوه له اصلي ننګونو ګڼي.

خبریاله حسینا عظیمي په دې اړه څرګندوي:«د ټولو ښځو لپاره چې بهر کې کار کوي، دا وضعیت د اندېښنې وړ دی. کله چې وايي ښځه حق نه لري له کوره بهر شي، کولای شي د افراطپالو له خوا غبرګونونه له ځان سره ولري.»

انځور اخېستوونکې الهه ساحل هم وايي:«سمه ده چې د هرات خبریالان او مدني ټولنې فعالان تر فشار لاندې راغلي دي، خو زه ډاډه یم چې موږ باید خپل غږ پورته کړو.»

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي چې، ټاکل شوې، په دغه ولایت کې د ټولو خبریالانو نوملړ د دغه ولایت څارګرې ملي ادارې ته ورکړل شي؛ څو په کورونو او د کار په ځایونو کې یې امنیت ته پاملرنه وشي.

د هرات د خبریالانو د خوندیتوب کمېتې غړې عاطفه غفوري څرګنده کړه:«موږ هڅه کوو چې د خبریالانو د ملاتړ - په ځانګړې توګه د ښځينه خبریالانو - او د کاري زمینې او کاري شرایطو د ښه والي په برخه کې ډېر کار وکړو.»

د هرات د والي مرستیال محمد داوود وویل:«موږ به دغه نوملړ له کشفي او امنیتي ځواکونو سره شریک کړو، څو د هغې هوکړې پر نظر په خپله زموږ خبریالان وکړای شي په کاري موقعیت کې د امنیت د تامین په اړه ډاډ ولري او هم کله چې په کور کې دي.»

په هرات کې د کاري امنیت خوندیتوب په اړه د ښځینه خبریالانو اندېښنې په داسې حال کې زیاتې شوې دي، چې څو ورځې مخکې د هرات د ګازرګاه جومات خطیب مولوي مجیب الرحمان په خبري ناسته کې ښځینه خبریالانو ته د ورتګ اجازه ورنه کړل شوه.

هرات کې ښځینه خبریالانې وايي چې په دغه ولایت کې د افراطپالنې له زیاتوالي سره، د هغوی لپاره کاري شرایط ستونزمن شوي دي.

شریک یي کړئ