په هرات کې له ښېښې د توکو جوړولو صنعت چې له پنځو پېړیو ډېره مخینه لري، کم رنګه شوی او د ورکېدو په تړاو یې اندېښنې شته.
غلام سخي د هرات ولایت اختیارالدین کلا په یوه څنډه کې د ښېښې اوبه کولو سل کلنه بټۍ لري، دغه کار یې پلار او نوکونو کړی. هغه د خپل کار دوام د حکومت له ملاتړ سره تړلی بولي.
دی وايي:«سل دوه نیم سوه کاله مخکې چې هرات کې ښېښه جوړونه پيل شوې ده، زموږ پلارونو دا بټۍ جوړه کړې ده، همدا له خټو جوړه شوې بټۍ ده، پرمختګ یې نه دی کړی، همدا کاروو موږ.»
د ټول هرات په کچه یوازې دوه ځایه له ښېښو توکي جوړيږي، او که دوی هم له دې صنعته لاس واخلي، نو پرېخه به له منځه ولاړ شي.
بل ښېښه کار، امید حمدي زیاتوي:«یو کال او دوه کاله مخکې موږ د یوې میاشتې په ترڅ کې ۸ تر ۱۲ ورځو کار کولو، خو اوس یوازې یوه او یا دوه ورځې کار کوو، ځکه چې خرڅلاو نشته، او مسوولین هم دې صنعت ته پام نه کوي.»
ښېښه کاران ښېښه اوبه کوي او ترې لوښې جوړوي، له هغې وروسته په میناتوري یې لا نور ښایسته کوي، او وروسته له هغې د خرڅلاو لپاره بازار ته وړاندې کېږي.
خو پلورونکي وايي چې سږ کال د تېر په پرتله یې د خرڅلاو بازار هم کم دی.
پلورونکی، محمد عوض حمیدي څرګندوي:«اوس صادرات هم نلرو، پلورل هم نشته، افغانان خو لږ اخلي، او امنیت نشته چې بهرنیان راشي او وایخلي.»
اوس مهال کورني او بهرني اخیستونکي په دغه صنعت کې د نوښت نشتوالي له کبله اخیستو ته زړه نه ښه کوي، خو جوړوونکي یې وايي چې د نوښت لپاره وسایلو ته اړتیا لري.