Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې زده‎کوونکو لخوا د ښوونځیو پرېښودو اندېښنه

په هرات کې د زده کوونکو له لوري د ښوونځيو د پرېښودو د ګراف پر لوړېدو اندېښنې راپورته کړې دي.

د هرات د پوهنې ریاست چارواکي وایي، وروستي یوه کال کې نېږدې ۱۰۴زرو نجونو او هلکانو  ښوونځي پرېښي دي او کابو درې زره نور له زده‎کړو بې‎برخې دي.

دا چارواکي یې لامل بې وزلي، نا تواني، ناسمو دودونو او ترهګریزو ګواښونه بولي.

د هرات د پوهنې رئیس، عبدالرزاق احمدي وايي:«تېر یوه کال کې کابو سل طره ماشومان د بیلابیلو مسایلو له امله له زده کړو بې خبرې شوې دي او موږ هڅه کوو د پوهنې پر وړاندې ستونزې شته هوارې کړو.»

د هرات د پوهنې رئیس زیاتوي:«موږ له کورنیو غواړو چې د خپلو لورګانو او زامنو د ښوونځیو تلو مخه ونه نیسي او موږ په دې برخه کې د هڅونې پروګرامونه لرو.»

د هرات ځايي چارواکي وايي، دا مسئله به په جدي توګه تعقیب کړي.

په همدې حال کې هرات د والي ویاند، جیلاني فرهاد وايي:«موږ په جدي توګه دا موضوع څېړو او د متخصصانو او همکارانو سره یې شریکوو او دا زموږ د کارونو په لومړي‎توب کې دي، او د پوهنې برخې ښه والي په برخه کې کار کوو.»

د هرات د پوهنې ریاست شمېرې ښيي چې اوس مهال د دغه ولایت په ښوونځيو کې یو ملیون زده کوونکي پر ښوونه او روزنه بوخت دي.

د هرات ولایت سره له دې چې نسبتآ امن دی، خو بای هم له زده‎کړو ډېر شمېر ماشومان بې‎برخې دي، خو چارواکي وايي چې ښوونځیو ته د تلو په موخه هڅونې روانې دي

شریک یي کړئ