Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات کې سرطاني ناروغانو ته لومړنی روغتیايي مرکز جوړ شو

د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې لپاره لومړنی لس بستریز روغتیايي مرکز دوشنبې(د سلواغې په ۲۱مه نېټه) د هرات حوزوي روغتون کې پرانیستل شو.

جوړ شوي روغتیايي مرکز کې به د سرطاني ناروغانو درملنه کېږي.

 عامې روغتیا وزیر، فیروزالدین فیروز د دغه مرکز د پرانیستنې پرمهال وویل د دغه مرکز د جوړېدو سره به له هېواده د ۱۰۰میلیون ډالرو د وتو مخنیوی وشي او ترڅنګ به یې د سرطاني ناروغانو درملنه هم وشي.

هغه زیاته کړه:«نور اړتیا نشته چې افغانان بهر ته ولاړ شي، د ګردې تعویض لپاره ان خلک له بهره دلته راځي او کابل او نورو ښارونو ته. ویلی شو چې موږ سل میلیونه ډالره محاسبه لرو چې د دغه مرکز د جوړېدو سره به هم دولت او هم خصوصي سکتور کې د تلو مخنیوی یې کېږي.»

هرات روغتون کې ډاکټر، هارون فیروز څرګندوي:«دا ډېره مرسته کوي، کله چې تاسې پوهېږئ او سرطان تشخیص کیږی نو بهر ته ځئ او ډېر لګښت لري... نور اړتیا نشته ناروغ بهر ته ولاړ شي.»

بل ډاکتر، یکه جان زیاتوي:«دا مرکز اوس ۱۰ بستره د او پي دي(بستر شویو ناروغانو) ناروغانو ته لري او متخصص ته اړتیا لرو. د سرطان پېژندنې متخصص ته اړتیا لرو.»

له بلې خوا شاه پري چې کابو یو کال کیږي د معدې سرطان له ناروغۍ کړیړي، وايي بهر ته د درملنې په موخه د تلو توان نلري.

نوموړې دوه ورځې کېږي چې د سرطاني ناروغیو د درملنې مرکز ته راغلې او وايي چې ښه احساس لري:«اول ډېره په عذاب وم. ډوډۍ مې چې خوړله په ستوني او زړه کې مې بندېده. اوس دا درمل خورم د تېر کال په پرتله ډېره ښه شوې یم. ښه ډوډۍ خورم.»

 هرات کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص لومړی مرکز په داسې حال کې جوړیږي چې د عامې روغتیا وزارت د لړم په میاشت کې ویلي وو، دا چې هېواد کې له کابو ۴۰ زره په سرطان اخته کسانو له ډلې یې د۳‎زره یې د سینې په سرطان اخته دي.

هرات کې ډاکټران وايي چې په دې مرکز کې به پرسرطاني ناروغیو د اخته کسانو درملنه کیږي

شریک یي کړئ