Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

څارونکي: هغه کمېشنران چې کاري موده یې کمه پاتې ځان دې نه نوماندوي

پر ټاکنو څارونکي بنسټونه وایي د ټاکنو کمېسیون هغه کمېشنران چې کاري موده یې لږه پاتې ده، د دې کمېسیون د ریاست څوکۍ ته دې نه نوماندېږي.

که څه هم د درې تنو کمېشنرانو له دوه کلونو لږ کاري موده پاتې، خو پر ټاکنو څارونکي بنسټونه وایي چې ۱۳۹۸ کال کې د ولسمشریزو ټاکنو ترسراوي سره جوخت د ۳ تنه کمېشنرانو کاري موده پای ته رسېږي او د ستونزو د مخنیوي لپاره باید دا درې تنه کمېشنران د کمېسیون د ریاست څوکۍ ته نوماندان نه شي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د یوه کمشنر له لوړې کولو د یوې اوونۍ په تېرېدو تراوسه نوموړي په رسمي توګه خپل کار نه دی پيل کړی.

له بلخوا د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند وايي چې د دغه کمېسیون د رییس د ټاکلو لپاره د نوي کمېشنر د کار د پيلېدو په تمه دي خو ځینې سرچینې وايي چې د حفیظ الله هاشمي په ګډون یو شمېر کمېشنران د ریاست لپاره د نورو کېمشنرانو د تایید رایې د جلبولو په موخه په کمپاین بوخت دي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند عبدالبدیع صیاد وویل:« د ټاکنو خپلواک کمېسیون ډېری غړي په د نوي غړي د معرفي کېدو په تمه دي. له دې وروسته کله چې نوی غړی په رسمي توګه معرفي شي، له هغې وروسته ګورو چې څوک نوماند دي او هر څوک د نوماندۍ حق لري.»

له بلخوا پر ټاکنو څارونکې ادارې وايي د دې لپاره چې په ولسمشرۍ ټاکنو کې خنډونه رامنځته نشي باید هغه کمېشنران چې کافي وخت لري د دې کمېسیون د ریاست لپاره ځانونه نوماند کړي.

د افغانستان پر ټاکنو د څار بنسټ غړی حبیب الله شینواری وايي:«موږ په ۱۳۹۸ کال کې د ولسمشریزې ټاکنې لرو او که‎چېرې په هغه وخت کې د غړیتوب وخت یې پوره شي دا یوه بله ننګونه ده چې د ټاکنو په وړاندې به وي.»

له اوو کمېشنرانو څخه عبدالقادر قریشي، ملیحه حسن او وسیمه بادغیسي د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې د پنځه کلنې دورې لپاره ټاکل شوي او معاذالله دولتي، رفیع الله بیدار او ګلاجان عبدالبدیع صیاد د درې کلنې دورې لپاره په دغه کمېسیون کې غوره شوي دي. حفیظ الله هاشمي چې د نجیب الله احمدزي پرځای غوره شوی تر راتلونکو څلورو کلونو پورې به په نوموړي کمېسیون کې کار وکړي.

له بلخوا اروپايي ټولنه په افغانستان کې د پارلماني ټاکنو د ترسره کولو لپاره د دغې ټولنې د ۱۵ اعشاریه ۵ مېلیونه مرستې خبر ورکوي او په ټاکلي وخت د انتخاباتو د ترسره کېدو غوښتنه کوي.

  په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر پيري مایډون څرګنده کړه:« ټاکنیز بهیر، بېلابېلو ادارو ته د مشروعیت وربښلو لپاره ډېر مهم دی، همداراز د ټاکنو ترسره کېدل د سولې د بهیر د هڅولو لپاره مهم دی.»

که څه هم افغان حکومت او مرستندویه ادارو د روان زیږدیز کال جولای میاشت د پارلماني ټاکنو د ترسره کولو لپاره ټاکلې وه خو اوس ځینې سرچینې وايي چې ټاکنې به د روان کال په اکتوبر میاشت کې ترسره شي.

شریک یي کړئ