ملي امنیت ادارې په میدان وردګ او هلمند کې د وسلهوالو طالبانو د ۱۸ غړو له نېول کېدو خبر ور کړی دی.
د ملي امنیت ریاست د خبرپاڼې په خپرولو سره دوشنبې(د وري په ۱۱ مه نېټه) ویلي چې یاد کسان يي د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې نېولي دي.
دغه بنسټ همداراز د کابل په سروبي او خاک جبار ولسوالیو کې هم د افغان ځواکونو د عملیاتو پرمهال د یوه اندازه وسلو له ترلاسه کولو خبر ورکړی دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.