Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هلمند کې د القاعدې ډلې مهم غړی ونیول شو

د هلمند ولایت سیمه ییز چارواکي په دې ولایت کې د القاعدې ډلې د دوو غړو له نیول کېدو خبر ورکوي.

د یاد ولایت د والي دفتر نه (پنج شنبې د لړم په ۲مه نېټه) په خپره شوې خبرپاڼه کې له نیول شویو کسانو یو یې د القاعدې ډلې مهم غړی ښودل شوی دی.

خبرپاڼه کې راغلي دي چې د القاعدې دغه مهم غړی د هلمند ولایت په خاشین ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې نیول شوی دی.

د والي دفتر خبرپاڼه کې همداراز راغلي دي چې له نیول شوي کس نه ۱۵پاکستاني پېژندکارتونه او یو شمېر وسلې د افغانځواکونو لاسته ورغلي دي.

هلمند کې د القاعدې ډلې مهم غړی ونیول شو

د هلمند ولایت د سیمه ییزو چارواکو په وینا، له نیول شوي کس نه ۱۵ پاکستاني پېژندکارتونه هم ترلاسه شوي دي

شریک یي کړئ