په ملي شورا کې د هلمند ځینې غړي په دغه ولایت کې د داعش ډلې د فعالیت د پیل په اړه اندېښمن دي.
هغوی وايي چې دمګړۍ داعش ډله د دغه ولایت په شمالي ولسوالیو کې د جنګیالیو پر جلب او جذب بوخته ده.
اخوا د هلمند والي بیا د داعشیانو د جلب او جذب په اړه جزییات نه ورکوي، خو وايي چې له دولتي ځواکونو سره د جګړې وس نهلري.
د ولسي جرګې غړی غلام ولي افغان وویل:«زما د مالومات پر بنسټ، د هلمند په یوې برخه کې د نندارو په نامه سیمه کې، چې د موسی کلا ولسوالۍ اړونده سیمه ده، د ذاکر په نوم کوم کس راغلی او د داعش ډلې د تشکیل په هڅه کې دی.»
د ولسي جرګې غړی میرویس خادم څرګنده کړه:«داعش د ودې په حال کې دی خپل پوځي تمرینونه او جلب و جذب ترسره کوي. دولت، نړیواله ټولنه، ناټو او امریکا باید په دې برخه کې پروګرام جوړ او د داعش ډلې د ودې مخه ونیسي.»
د هلمند د ولایتي شورا رییس ګواښ کوي کهچېرې د داعش ډلې د جلب او جذب مخه ونهنیول شوي د دغې ډلې فعالیتونه به پراخ شي.
د هلمند د ولایتي شورا رییس عطاالله افغان په دې اړه زیاته کړه:«لاهم د هلمند په شمالي برخو کې، ځينو کسانو له موږ سره دا موضوع شریک کړې چې داعش په دغو برخو کې په کمه اندازه جلب و جزب پیل کړی.»
د هلمند والي یاسین خان د دغه ولایت د ولایتي شورا او ملي شورا د استازو د دغو ادعاګانو په اړه جزییات نه ورکوي خو وايي چې داعش له امنیتي ځواکونو سره د جګړې وس نهلري.