Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هلمند کې د سرک غاړې ماین چاودنې د ۶ملکیانو ژوند واخیست

د هلمند ولایت سیمه ییز چارواکي د سرک غاړې ماین چاودنه کې د شپږو ملکي کسانو له وژل کېدو خبر ورکوي.

د امنیه قومندانۍ ویاند، محمدزمان همدرد وايي تېره ورځ (یکشنبې د چنګاښ په ۸مه نېټه) وروسته له غرمې په واشېر ولسوالۍ کې شوې او په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د چارواکو په وینا پېښه کې دوه ملکي کسان ټپیان شوي او روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

تر اوس پورې د طالبانو په ګډون کومې ډلې د پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ