Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هلمند کې د ورکو شویو جنګي تجهیزاتو په تړاو راپور نه دی ورکړی شوی

د شمېرو له مخې په تېرو اتلسو کالو کې په هلمند کې د ۱۰ زره ۵۰۴ میله بېلابېل ډول وسل،۱۱۲۱ زغروال او غیرزغروال وسایطو د ویجاړیدو او یاهم ورکېدو راپور د کورنیو چارو وزارت ته نه دی ورکړل شوی.

د هلمند استناف څارنوالي وایي په دغه قضیه کي د کورنیو چارو وزارت او لویې څارنوالۍ ګډ پلاوي له لورې ۱۰۲ تنه تورن پېژندل شوي او دوسیه يې لویې څارنوالۍ او کورنیو چارو وزارت ته لیږدول شوې ده.

د هلمند د استناف څارنوالی رییس، قاري رحیم الله څرګندوي:«دغې موضوع کې موږ ته ۱۰۲ تنه چې د معتمدین، د حوزو امرین، د ولسوالۍ امنیه قومندانان، د مرکز امنیه قومندانان دي، دوسیه یې د لویې څارنوالۍ عالي مقام ته لېږدول شوي دي. څو د کورنیو چارو وزارت یې په اړه څېړنه وکړي.‎»

بل خوا د هلمند ولایتي شورا د یادي قضيي د جدي پلټني غوښتنه کوي، د دوی په خبره همدا ورکي سوي وسلي او مهمات په هلمند کي د نا امنیو او ولسوالیو د سقوط لامل ګرځیدلي دي.

د ولایتي شورا رییس، عطاالله افغان په دې اړه وايي:«ټانکونه تخریب شوي دي، ټانکونه چا ته پرېښودل شوي دي، خو مصرفي یې نه ده مالومه، وسلې چې راځي نمره کېږي. یوازې مارجې ولسوالۍ کې کمه زیاته یوسلو شپېته مېله درنه وسله وه، خو اوس نوي امنیه قومندانه که پوښتنه وکړې، ښایې لس یا پنځلس میله ورپاتې وي.»

په همدې حال کې هلمندیان هم د نظامي تجهیزاتو د ورکیدو او یا هم غلا کېدو په تړاو پر حکومت بي باوري ښیې.

د مدنې ټولنې فعال، اخترمحمد بادیزی په دې اړه وايي:«دا اوس په دې نظام باندې د چا زړه نه سوځوي، د چا زړه درد کوي، کله چې سرتېری وژل کیږي، راپور یې ورکوي، د اکرامیې او ټوپک یې جلا پیسې اخلي.»

بل مدني فعال، فضل کرم زیاتوي:«اتلس کاله کیږي چې ګورو، پولیسو کې ښه هم شته بد هم شته، خلک اړ شول، لاړل، پولیسو کې اصلاحات ښه دي چې راشي.»

همدارنګه امنیتي سرتېري وایي د لوړ پوړو چارواکو له لوري د پولیسو وسلي او تجهیزاتو حیف او میل کیدل نا هیلي کړي دي، او د دوی پر جګړیز مرال سخت منفي اغیز کوي.

افغان سرتېری، نور احمد په دې اړه وايي:«موږ که ښکته درجه کې یوو، او تکلفونه په موږ تیریږي، زړه مو توریږي، مورال مو له منځته ځي.»

همداراز بل سرتېری، ذاهد زیاتوي:«سرتېري په خطر کې دي، وژل کېږي، او ورته پام نه کیږي، په هلمند کې څوک پوښتنه نه کوي، موږ له دولته ناراضه یوو.»

بل خوا د هلمند امنیه قوماندان که څه هم په هلمند کي د پولیسو د تجهیزاتو او وسلو د حیف او میل کیدو، او ورکیدو دقیق شمیر نه یاد وي، خو وايي یادي وسلي او تجهیزات د جګړو او ولسوالیو د سقوط پرمهال د وسله والو طالبانو لاس ته لویدلي دي.

د هلمند امنیه قوماندان، سمنوال احسام الدین هلمندی په دې اړه وايي:«له ۱۳۸۱ نه تر اوسه چې هلمند تجهیز شو، خو د هلمند جنګي حالات د جګړې له کبله چې ولسوالۍ نسکورې او جګړه ښار ته راغله. کله چې نورو مسوولین وو، راپور د کورنیو چارو وزارت ته نه وو رسېدلی. ډېر یې د دښمن لاسته ولوېدل.»

د هلمند استناف څارنوالي وایي: یاده قضیه د لا څیړنو لپاره لوی څارنوالی ته لیږل سوي ده، تر څو هغه کسان چي د وسلو او تجهیزاتو په اړه د کورنیو چارو وزارت ته په راپور نه ورکولو کي ګرم دي په نښه کړي او دوی اجرات وکړي.

شریک یي کړئ