Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هلمند کې ماین چاودنې د دریوو پولیسو ژوند واخیست

د هلمند د والي د رسنیو دفتر نن(یک شنبې د مرغومې په ۲۲مه نېټه) د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې مرکز لښکرګاه ښار کې د ماین چاودنې له کبله دریوو پولیسو ژوند له لاسه ورکړی دی.

خبرپاڼه همداراز وايي پېښه تېر ماښام هغه مهال شوې چې د لښکرګاه په لومړۍ حوزه کې د پولیسو یوې پوستې ته نېږدې ځای پر ځای شوی ماین وچاودید.

خبرپاڼه کې زیاته شوې ده چې یاد درې پولیس تازه له ګزمې پوستې ته راګرځېدلي وو.

تر اوسه د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

د هلمند والي د رسنیو دفتر وايي ځای پر ځای شوی ماین هغه مهال وچاودید چې د پولیسو ځواکونه تازه له ګزمې راګرځېدلي وو

شریک یي کړئ