Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هلمند کې څه باندې ۴۰ زره کورنۍ بشري مرستو ته اړتیا لري

د ژمني په رارسېدو سره، هلمند کې د کډوالو د چارو ریاست وايي چې په دغه ولایت کې څه باندې ۴۰ زره کورنۍ له ځنډ پرته بشرپاله مرستو ته اړتیا لري.

د کډوالو چارو  ریاست همدارنګه زیاتوي چې دغه ریاست یوازې پنځه زره کورنیو ته د مرستو ځينې برخې برابرولې شي.

هلمند کې د کډوالو چارو ریاست رییس سید محمد رامین په دې اړه وویل:«دمګړۍ په لښکرګاه ښار کې، داسې زیاتې کورنۍ دي چې بې ځایه شوې دي - له کورنو مخکې له ولسوالیو لښکرګاه ته راغلي دي. هلمند یو جګړه ځپلی هېواد دی چې دمګړۍ څه باندې ۴۰ زره کورنۍ بشري مرستو ته اتیا لري.»

ډېری دغه اړمن، کورني بې ځایه شوي دي چې د ناامنیو او نورو ستونزو له امله، له خپلو کورنو جلا شوي دي.

محمد دین یو له دغو بې ځایه شویو څخه وايي:«څلور کاله کېږي چې حکومت ته مې عریضه کړې؛ هر ارګان ته چې ولاړو  موږ ته یې وویل چې دا د هغوی له وسې پورته دی او کله چې ولسمشر امر وکړ، ستونزو ته مو پاملرنه کړې.»

ګل داد هم یو بل بې ځایه شوی دی هغه هم څرګندوي:«زموږ وضعیت ډېر خراب دی؛ در دې کچې خراب دی چې ماشومانو ته خواړه نه لرو.»

که څه هم د کورنیو بې ځایه شویو اصلي ستونزه د سرپناه نشتون دی، خو حکومت وايي چې یوازې محدود شمېر اړمنو ته خوراکي توکو برابرولی شي.  

شریک یي کړئ