Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هلمند کې ۱۴ ملکي کسانو ژوند له لاسه ورکړ

د هلمند ولایت په موسی‎کلا ولسوالۍ کې ۱۴ ملکي کسانو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپيان دي.

د راپورونو له مخې یاد شمېر کسان تېره شپه(یک‎شنبې د وږي په ۳۱ نېټه) د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي او ټپيان دي.

 د موسی کلا ولسوالۍ د دینور ژرندې سیمې اوسېدونکي چې ټپيان یې د لښکرګاه ښار ته لېږدولي وايي، وژل شوي او ټپيان د واده د نکریزو له مراسمو د کورونو پر خوا روان وو چې برید پرې شوی دي.

په همدې حال کې د هلمند د والي ویاند وايي چې افغان ځواکونه په موسی کلا ولسوالۍ کې پر شپنیو عملیاتو بوخت وو او ملکي کسانو ته د طالبانو د وسلو د یوې زېرمې له چاودو مرګ ژوبله اوښتې، خو طالبان دا ادعاوې ردوي.

د هلمند ولایت سیمه‎ییز چارواکي همداراز وايي د دغو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د القاعدې پنځه غړي وژل شوي او د دغه ډلې درې ښځينه غړې چې په انګلیسي او اردو خبرې کوي، نیول شوې دي.

همداراز د هېواد دفاع وزارت وايي افغان ځواکونو د پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۲۲ بهرني طالبان وژلي او ۱۴ نور یې نیولي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو د وسلو یوه لویه زېرمه هم له منځه وړل شوې ده.

د هېواد دفاع وزارت وايي افغان ځواکونو د پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۲۲ بهرني طالبان وژلي او ۱۴ نور یې نیولي دي

شریک یي کړئ