Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هند افغانستان سره د دوو مې۳۵ډوله چورلکو مرسته وکړه

د هند حکومت سې‌‎شنبې(د تلې په ۲۳مه نېټه) د کابل پوځي هوايي ډګر کې جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې افغانستان ته د دوو مې۳۵ ډوله جنګي چورلکو مرسته وکړه.

دا چورلکې په کابل کې رسمآ د هند سفیر، ویني کومار د هېواد ملي دفاع وزارت چارواکو ته وسپارلې.

دغه چورلکې د هند لخوا د څلورو مرسته شویو له ډلې دوو دي، چې دوې یې کابو دوه میاشتې مخکې افغان حکومت ته سپارلې وې.

په همدې حال کې د ملي دفاع سرپرست وزیر، اسدالله خالد وايي چې هند تل له افغان حکومت سره مرستې کړې دي، د هغه په وینا، نه د نورو ګاونډیو هېوادونو په څېر چې هېواد ته ځانمرګي بریدګر رالیږي او بې ګناه خلک وژني.

کابل کې د هند سفیر دغه چورلکې افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې مهمې بولي

شریک یي کړئ