Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هواوې شرکت له خپل نوي ځیرک ګرځنده ټلېفون څخه مخ ‎کتنه وکړه

د هواوې چیني شرکت د خپل ګرځنډه ټلېفون وروستۍ او نوې نسخه «هواوې مېټ ۲۰» څخه په لندن کې مخ کتنه وکړه.

د دغه ټلېفون د جوړونکو او متخصصانو په وینا، د دغه ګرځنده ټلېفون کمره او له سیم څخه پرته د هغه چارجول د دغه ټلېفون له ځانګړنو څخه دي.

له دې ټولو سره، ځينې کارپوهان، د ځیرک ټلېفونونو د نورو مشهور او سترو شرکتونو په منځ کې د دغه ټلېفون بازارموندنه ستونزمه بولي.

دغه ټلېفون همدارنګه د دې وړتیا لري چې نور ټلېفونونه هم چارج کړي.

د هواوې شرکت اجرايي مشر ریچارډ یو په دې اړه وویل:«ځينې وختونه ستاسو د اېفون چارج خلاصېږي. نو څه کار کوئ؟ خپل چارجوونکو(چارجر) مو هم وېر کړی وي. کولای شي چې له دغه ټلېفون سره خپل ایفون چارج کړئ.»

د هواوې شرکت وايي چې له مزي پرته د دغه ټلېفون چارجوونکی (چارجر) کولای شي نور ګرځنده او ځيرک ټلېفونونه په نیم ساعت کې تر ۷۰ سلنې چارج کړي.

یو له دغو ټلېفونونو،۷.۲ انچه او بل ډول یې هم ۵.۶ انچه دی خو داسې اندېښنې شته چې دا چیني شرکت دې وکړای شي له سمسونګ او اپېل سره دې سیالي وکړي.

د اوپن زیګنال څېړونکي شرکت مرستیال ایان فوګ وايي:«فکر کوم هغه څه مې چې نن ولیدل، پر ټکنالوژۍ او ټلېفوني شبکو او پرمختللو کمرو د هواوې شرکت رهبري ښيي. خو هغوی باید نښان (برنډ) جوړونه دې وکړي. یوازې د ټکنالوژۍ غوره‎والی بسندویه نه دی. دا هغه کار دی چې ځينو سترو لوبغاړو چې په بازار کې پراخ حضور لري، ترسره کړئ؛ لکه اپېل او سمسونګ.»

د دغو ګرځنده او ځیرکو ټلېفونونو بیه ۷۹۹ او ۸۴۹ یورو اعلان شوې ده.

له دغه موبایله په داسې وخت کې مخ‎کتنه کېږي چې چیني شرکتونه د بیجنګ او واشنګټن ترمنځ د سودګریزو شخړو له امله له یو لړ بندیزونو سره مخ شوي دي.

دغه ګرځنده ټلېفونونه چې په دوو بڼو جوړ شوي، په کمرو کې یې له مصنوعي ځيرتیا څخه کار اخیستل شوی او د دغو ځیرکو ټلېفونونو بیه ۷۹۹ او ۸۴۹ یورو اعلان شوې ده.

شریک یي کړئ