Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېوادوال د اوربند د غځېدو غوښتونکي دي

د طالبانو او افغان حکومت اوربند چې د اختر د درېیو ورځو لپاره اعلان شوی و، نن شپه پای ته رسېږي.

ځينې هېوادوال له طالبانو او افغان حکومت څخه غواړي چې دغه اوربند وغځوي.

د میدان وردګو اوسېدونکی عبیدالله وايي:«ډېر خوشحاله یم چې تل همداسې اوربند وي.»

د میدان وردګو بل اوسېدونکی صمد هم وویل:«سولې ته څوک خوشحاله نه دی؟ موږ د دغې جګړې په حالت کې ډېر تکلیفونه ګاللي دي.»

د اختر په درې ورځو کې چې اوربند و، په ټول هېواد کې امنیتي پېښې ډېرې کمې رامنځته شوې دي.

د کابل اوسېدونکې ضیا ګل وايي:«جګړه او د وینې تویدل بس کړئ، ورور وژنه بس کړئ، د یو بل لاس مه پرې کوئ، راشئ او خپل وطن اباد کړئ.»

د ولسي جرګې ځينې غړي هم وايي چې سولې ته د رسېدو لار باید د خبرو اترو له لارې وي نه د جګړې له لارې.

د ولسي جرګې غړی نصیب مقبل وویل:«جګړه موږ سولې ته نه شي رسولی خو اوربند کولای شي موږ سولې ته ورسوي.»

د طالبانو یو له پخوانیو قومندانانو سید اکبر اغا څرګندوي:«طالبانو د ښه نیت له امله په اختر کې اوربند اعلان کړ.»

د ملي امنیت شورا دفتر وايي که چېرې طالبان اوربند ونه غځوي، حکومت به ډېر نرمښت ونه ښيي.

د ملي امنیت شورا دفتر ویاند جاوېد فیصل وویل:«که چېرې په افغانستان کې اوربند دوام پيدا کړي، موږ کولای شو چې په دغه بهیر کې له تېرې ورځ او نن څخه ډېر اعتماد جوړونه وکړو.» 

شریک یي کړئ