Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې د امنیتي ځواکونو د مرګ ژولې له زیاتوالي د استازو اندېښنې

د ولسي جرګې یو شمېر غړي له سویله تر شماله د جګړو زیاتوالی؛ د پوځيان او ولسي وګړو د مرګ ژوبلې زیاتېدل او دغه راز د طالبانو له لوري د یو شمېر ولسوالیو پرځېدل اندېښمنوونکي بولي.

د ولسي جرګې غړي عبدالرحیم ایوبي په دې اړه وویل:«ښاغلی ریییس صېب! که‎چېرې داسې د خلکو د اولادونو د مرګ ژوبلې په اړه خبر شئ، د دوی وژل کېدل واقعاً وحشتناکه دي.»

بل استازي موسی خان نصرت هم څرګنده کړه:« په دې وروستیو د ځينو ولایتونو امنیت ډېر خراب شوی او د هرې ورځې په تېرېدو سره خراب شوی، چې د هغه لامل د مرکزي چارواکو ناتواني او د حکومت د مشرانو اختلافونه دي.»

دا په داسې حال کې ده چې ملي دفاع وزارت وايي چې دم‎ګړۍ د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې جګړه روانه ده.

له دې ډلې د غزني ولایت د اجرستان ولسوالۍ سیمه‎ییز چارواکي، د طالبانو له خوا د دغې لسوالۍ له پرځېدو خبر ورکوي. هغوی وايي چې له یوې مودې راهیسې طالبانو پر دغې ولسوالۍ ډله‎ییز بریدونه پیل کړي دي چې په پایله کې یې تراوسه ۱۴ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

خو د ولسي جرګې یو شمېرغړي بهرني ځواکونه له افغان ځواکونو سره په کم کارۍ تورن‎وي او وایي، بهرني ځواکونه ولې؟ د ولسوالیو تر پرځېدو مخکې د  طالبانو او نورو ترهګرو په له‎منځه وړلو کې همکاري نه کوي.

د ولسي جرګې غړی نادر شاه بحر څرګندوي:«ولې امریکايي ځواکونه او د امریکا هوايي ځواک چې په افغانستان کې حضور لري، له پېښې وړاندې او مخکې له دې چې ستر ښارونه وپرځول شي مخه یې نه نیسي.»

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر استازي په غزني، فراه، سمنګان، بدخشان، بغلان، سرپل، جوزجان، هلمند، ارزګان او یو شمېر نورو ولایتونو کې د نا امنیو پر زیاتېدو اندېښنه څرګندوي خو امنیتي او دفاعي ادارې د ترهګرو د ځپلو لپاره د عملیاتو خبره کوي.

د ولسي جرګې یو شمېر استازي په غزني، فراه، سمنګان، بدخشان، بغلان، سرپل، جوزجان، هلمند، ارزګان او یو شمېر نورو ولایتونو کې د نا امنیو پر زیاتېدو اندېښنه څرګندوي.

شریک یي کړئ