د هوا پېژندنې اداره په هېواد کې د وروستیو سیلابونو د راوتو لامل، اقلیمي بدلونونه بولي او په راتلونکو ورځو کې هم د بارانونو اورښت او د سېلابونو راوتو اټکل کوي.
د یادې ادارې مسوولینو تېره ورځ(پنجشنبې د وږي په ۶مه نېټه) وویل چې ښایي راتلونکو ۲۴ ساعتو کې په ننګرهار، کابل او بدخشان کې بارانونه وشي او سېلابونه راووځي.
د هوا پېژندنې ادارې کارکوونکی، محمد جمعه وايي:«راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې به د ننګرهار، کنړ او د بدخشان ځینو برخو کې اورښتونه وشي او د سېلابونو راوتو احتمال شته.»
د هوا پېژندنې ادارې د وړاندوینې برخې رییس، محمد نسیم د سېلابونو راوتو موضوع داسې یادوي.«د هند به بهر نه د هوا کتلو سیستم راداخلیدل چې هر کال دا بهیر د جولای میاشتې تر سپټمبره پورې وي. او ځیني ختیځې، سویل ختیځې، سویل، سویل لویدیځ او شمال ختیځو سیمو کې او مرکزي سیمې هم تر پوښښ لاندې راولي.»
د هوا پېژندنې اداره وایي، د سه شنبې پر ورځ یې د هغو سیمو خلکو ته خبرداری ورکړی و چې د بارانونو او سېلابونو احتمال په کې و.
خو د سېلاب ځپلو سیمو خلک وایي، د سېلابونو د راتلو په اړه هېچا خبر نه و ورکړی.
پروان کې سېلاب ځپلی، وهاب خان څرګندوي:«موږ ته چا خبرداری نه دی راکړی، که یې خبرداری راکړی وی، نو داسې پېښه به نه رامنځته کېده.»
د کابل د هوا پېژندنې اداره وايي، د پرمختللو وسایلو په وسیله د هوا د حالاتو څرنګوالی مالومات کولی شي.
له دې سره سم، د طبیعي پېښو د چمتوالي په چارو کې د دولت وزارت د وروستیو سیلابونو له امله د رامنځته شويو زیانونو کچه ډېره لوړه بولي.
د دغه وزارت په وینا په پروان کې د وروستۍ پېښې له امله ۴ زره کسان سخت ځپل شوي او د دغه ولایت زیانمنو سره د مرستې په موخه ۲۲ میلیونه افغانۍ په پام کې نیول شوي دي.