Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د ماشومانو د شري یا سرخکانو د واکسین پروګرام پیلېږي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې هېواد کې د وړاندې د ماشومانو د سرخکانو یا شري ناروغۍ د واکسین پروګرام د شنبې په ورځ پیلېږي.

دا پروګرام به لومړی د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې پیل شي او وروسته به تر راتلونکو درېیو میاشتو ټول هېواد کې به پراختیا ومومي.

دغه وزارت له کورنیو غواړي ترڅو خپل ماشومان چې له نهو میاشتو تر ۱۰ کلونو عمر لري تر ټولو نېږدې روغتیايي مرکز ته یوسي ترڅو د سرخکانو د ناروغۍ په وړاندې واکسین شي.

شری یا سرخکان ساري او وژونکې ناروغي ده. د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې د روان کال په شپږو لومړیو میاشتو کې افغانستان کې ۵۸ ماشومان د شري ناروغۍ له امله مړه شوي؛ په داسې حال کې چې د تېر کال په ټولو میاشتو کې ۶۸ تنه مړه شوي وو.

په اوسني وخت کې کابو لس ماشومان په شري ناروغۍ اخته دي چې د کابل د ماشومانو د روغتیا په روغتون کې بستر دي.

د ناروغ ماشوم مور زینب وايي:«په یوې کلي والې سیمه کې وم او دېر خراب ځای وه؛ نه روغتون وه او نه هم کلینک هېڅ څيز نه وو.»

د صحت طفل روغتون رییس نورالحق  یوسفزی هم څرګندوي:«په ماشومانو کې د سرخکانو نښې په لومړي سره کې لکه رېزش او ذکام دی چې له سترګو او پوزې اوبه راځي؛ سترګې یې سرې او اوښکې لري؛ ټوخی، تبه او د ځان درد؛ بې اشتهايي؛ ستومانتیا او نارامي  رامنځته کوي.»

د صحت طفل د روغتون د چارواکو په وینا، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په دې ناروغۍ کابو ۴۵۰ اخته ماشومان دغه روغتون ته راوړل شوي دي.

په تېر یوه نیم کال کې ۱۳۰ ماشومان چې د شري ناروغۍ له امله یې ژوند له لاسه ورکړی د عامې روغتیا په وزارت کې ثبت شوي دي.

د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په دغې ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر د تېر کال په پرتله دوه برابره بلل شوی چې د اندېښنې وړ زیاتوالی ښيي.

د عامې روغتیا وزارت د ملي معافیت د پروګرامونو د پوهاوي مسوول ګلاجان ایوب وویل:«هغه ځایونه چې ناامنه دي روغتیايي مرکزونو ته لاسرسۍ ستونزمن دی په هغو ځایونو کې ماشومان ډېر د دغې ناروغۍ قرباني کېږي.»

ټاکل شوې په دغه کمپاین کې دیارلس اعشاریه اته مېلیونه له سل کلنۍ کم عمره ماشومان د شري په وړاندې واکسین شي.

د عامې روغتیا وزارت د یکشنبې په ورځ د هېواد په اوولسو ولایتونو کې د سري ضد واکسین کمپیان پيل او وروسته به دا کمپاین تر درېیو میاشتو په ټول هېواد کې پراخ کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه