Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د وسله‌‎والو پرضد د امریکا هوايي بریدونو زیاتوالی

امریکا متحده ایالاتو په بې سارې توګه افغانستان کې خپل هوايي بریدونه زیات کړي دي.

د امریکايي هوايي ځواکونو وروستۍ شمېرې ښیې چې یوازې په تېرې زیږدیزې میاشتې سپټمبر کې د ترهګرو پر وړاندې ۹۴۸ بمونه کارولي دي.

په یوه میاشت کې د د ۹۴۸ بمونو کارول د تېرو نهو کالو په پرتله بې ساری بللی کېږي.

وروسته له دې چې له طالبانو سره د امریکا متحده ایالاتو خبرې اترې وځنډېدې، دغه هېواد ګواښ وکړ چې د تاوتریخوالیو کمولو په موخه به پر طالبانو پوځي فشارونه زیات کړي.

امریکا او طالبانو په قطر کې نهه پړاو ناستې وکړې، خو د کابل په شش درک سیمه کې د طالبانو په یوه ځانمرګی برید کې چې د یوه امریکايی سرتېري په ګډون ۱۲ تنه په کې ووژل شول، د امریکا ولسمشر دغه خبرې ودرولې.

شریک یي کړئ