تېره شپه ورځ کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس ۱۹۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي او ۲۲ تنه ه مړه شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې چې نن(سې شنبې د چنګاښ په ۱۷مه نېټه) یې خپاره کړي ښیې چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې یوازې ۴۹۵ د کرونا ویروس مشکوکې نښې کتل شوې دي.
له تازه ثبت شویو پېښو سره هېواد کې د کرونا ویروس د ثبتو پېښو شمېر ۳۳زره او ۳۸۴ ته ورسید چې له ډلې یې ۱۲زره او ۳۱۳ یې فعالې دي.
تر اوسه هېواد کې د کرونا ویروس له کبله ۹۲۰ تنه مړه شوي او ۲۰زره او ۱۵۱ تنه هم روغ شوي دي.
تېره شپه ورځ کې ۱۳ کابل، ۱ بلخ، ۳ پکتیا، کندز ۳ او سمنګانو کې هم یو کس د کووید ۱۹ ناروغان مړه شوي دي.
همداراز تازه پېښې ۱۵ کابل، ۵۷ هرات، ۶ کندهار، ۱۱ بلخ، ۱ ننګرهار، ۲۳ تخار، ۱۲ بادغیس، ۲ لوګر، ۱۱ غزني، ۵ پروان، ۵ بدخشان، ۶ وردک، ۲ خوست، ۳۲ دایکندي، ۱ لغمان او ۳ هم پنجشېر کې ثبتې شوې دي.