Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې له درې ورځني اوربنده د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هرکلی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په افغانستان کې درې ورځنی اوربند یوه ستره بریا ګڼي او وايي چې په افغانستان کې د اوربند پرېکړه یوه معمولي هغه نه ده او اسلام اباد په هغه کې مهمه ونډه لري.

ښاغلی قریشي وايي چې د اختر له اروبند وروسته د بندیانو له ازادولو سره به داسې فضا به رامنځه شي چې د افغانانو ترمنځ خبرې به پیل شي.
 
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه:«په دې کار کې ډېر ملګري ونډه لري او د پاکستان ونډه مهمه ده. په افغانستان کې د اختر په ورځو او شپو کې د اوربند پرېکړه، یوه معمولي پرېکړه نه ده. 
د دوحې هوکړه کې چې د لاسلیک په مراسمو کې یې ما هم ګډون درلود پرېکړه شوې چې، د طالب بندیانو ۵ زره کسیز نوملړ بشپړ شي او طالبان هم د زرو بندیانو د خوشې کولو نوملړ بشپړ کړي. د اختر له اوربند وروسته به، داسې فضا رامنځته شي چې، د افغانانو تر منځ خبرې پیل شي.»

له دې سره جوخت ملي دفاع وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هلمند، کندهار، زابل او کونړ په ګډون په شپږو ولایتونو کې د طالبانو له لوري اوربند مات شوی دی.

د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وايي:«زموږ پر پوځي کتارونو، زموږ پر پوستو بریدونه شوي او د سړکونو په غاړو ماین چاودنو زموږ ځواکونه په نښه کړي دي او د دې په پایله کې موږ مرګ ژوبله هم لرلې ده.»

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا چې د درې ورځني اوربند پای ته یوه ورځ پاتې ده، هېوادوال، د دغه بهیر غځولو ته هیله من دي.

د فراه د ولايتي شورا غړی داد الله قانع وايي:«تراوسه د مخالفینو له خوا تراوسه کومه ویجاړونکې کړنه او جګړه نه ده شوې، موږ په دې هیله یوو چې دا اوربند وغځول شي.»

د بدخشان د ولايتي شورا غړی عبدالله ناجي نظري هم وویل:«له هغه ساعته چې د طالبانو له لوري اوربند اعلان شوی، له نېکه مرغه په بدخشان کې هېڅ جګړه نه ده شوې او د دواړو لورو له خوا هېڅ برید نه دی شوی.»

د کابل اوسېدونکی محمد افضل څرګندوي:«تر کله به دا وژنه او ورور ژونه وي، ګونډو او بې وزلو ټوله نړۍ نیولې ده.»

دا درېیم اختر دی چې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ ۳ ورځنی اوربند کېږي؛ خو هېوادوال بیا وايي چې، یوې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره د جګړې ښکېلې خواوې باید له جګړو لاس واخلي او د سولې لار غوره کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه