Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

واشنګټن پوسټ: د افغانستان په جګړه کې ۱۵۷ زره تنه وژل شوي

د وانشنګټن ورځپانې موندنې ښيي چې د افغانستان په اوسنۍ جګړه کې څه باندې ۱۵۰ زره تنه وژل شوي دي.

د امریکا د براون پوهنتون د څېړنو له مخې چې د واشنګټن پوست لخوا خپره شوې د دې ښودنه کوي چې د افغانستان د اتلس کلنې جګړې مرګ ژوبله څه باندې ۱۵۷ زره تنه ده.

د دغې څېړنې له مخې له ۲۰۰۱ز کال راهیسې ۴۳،۰۷۴ ملکي کسان، ۶۴،۱۲۴ افغان پوځیان، ۴۲،۱۰۰ مخالف وسله وال، ۳،۸۱۴ امریکايي قراردادیان، ۲،۳۰۰ امریکايي پوځیان او ۱،۱۴۵ په  افغانستان کې د ناټو او ایتلافي ځواکونو پوځیان وژل شوي دي.

د ولسي جرګې غړی فدا محمد الفت صالح په دې اړه وايي:«د پایلې په پرتله هیلې او همدارنګه په افغانستان کې د لګښت په پرتله هېڅکله د افغانسان خلک او زه ډاډه نه یو چې د امریکا خلک هم له دې راضي نه دي.»

دغې ورځپاڼې همداراز د امریکا د حکومت محرم سندونه خپاره کړي د دې ښودنه کوي چې لوړپوړي امریکايي چارواکو په افغانستان کې د اتلس کلنې جګړې په اړه خلک له حده زیاتو هیله منوونکو څرګندونو سره غولولي دي.

دغه سندونه له ۴۰۰ لوړپوړو پوځیانو او نورو امریکايي چارواکو سره د خبرو په هکله دي.

پخوانی پوځي عتیق الله امرخېل څرګندوي:«په حقیقت کې دا د هغه هېواد د ماتې لامل کېږي د دې لپاره چې متفکره مغز قومندان نه دی چې دلته ناست دی بلکې متفکر مغز په خپله دفاع وزارت کې دی چې وضعیت تجزیه او پرې شننه کوي او پرې پلان جوړوي.»

له بلخوا نیویارک ټایمز لیکلي چې د افغانستان د جګړې لګښت څه د پاسه دوه تریلیون ډالره دی.

په افغانستان کې د امریکا د جګړې د لګښت له دوه تریلیون ډالرو څخه یو اعشاریه پنځه تریلیونه په جګړه، ۸۷ مېلیارده د افغانستان د ملي اردو او پولیسو د روزنې، ۲۴ مېلیارد ډالر د اقتصادي پراختیا، لس مېلیارد ډالر له نشه يي توکو سره د مبارزې او ۵۰۰ مېلیارد ډالر د افغانستان د پورونو په اړه دي.

د پروان پخوانی والي محمد عاصم عاصم وویل:«په ځينو پلانونو او پر دقیقو پروګرامونو او هغه تګلارې چې پر واقعیتونو استوارې وې دا لګښتونه شوي وای موږ کولای شوای په ځلونو ښې پایلې ترلاسه کړې وای او د دغو لګښتونو کچه هم ښايي په ځلونو کمه وای.»

له بلخوا د براون پوهنتون څېړنې ښيي چې د افغانستان په جګړه کې ۴۲۴ د بشري حقونو فعالین او مرسته رسوونکي او ۶۷ تنه خبریالان او د رسنیو کارکونکي هم وژل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه