Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

وحید عمر: طالب بندیان به له قید او شرط پرته ازاد نه کړل شي

طالبان لا هم د افغان حکومت له بندخونو د خپلو پنځو زرو بندیانو پر ازادېدو ټينګار کوي، خو ولسمشر سلاکار وحید عمر وايي چې طالب بندیان به له قید او شرط پرته ازاد نه کړای شي او د دغو بندیانو د خلاصون بهیر به وخت ونیسي.

د عامه اړیکو په چارو کې د ولسمشر سلاکر وحید عمر په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وايي چې افغان حکومت د طالب بندیانو ازادولو ته ژمن دی، خو د دواړو لورو د بندیانو ازادول متقابل نیت ته اړتیا لري.

ښاغلي عمر په دې اړه وویل:«دا یوه اوږده پروسه ده بیړې ته اړتیا نشته، ویل شوي دي چې په لسو ورځو کې دې بندیان ازاد کړل شي له قید او شرط پرته دې ازاد شي، طبعاً چې دا ډول به نه کېږي خو زموږ دریځ څرګند دی چې له کومو شرایطو او څه ډول دا کار وکړو.»

بلخوا څه باندې یوه اوونۍ کېږي چې د طالبانو درې کسیز پلاوی د طالب بندیانو د خلاصون پر څرنګوالي د څارنې او د دولتي پوځیانو له بندیانو سره د تبادلې په موخه کابل ته راغلی او د حکومت د تماس له ډلې سره سلامشورې کوي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند د خپل ټویټر پر پاڼه د دغو سلامشورو د بې پایله کېدو خبره کړې او ویلي یې دي چې نور د دوی د بندیانو د خوشي کولو په هکله د حکومت له تخنیکي ډلې سره بحثونه دروي ځکه دا ناستې بې پایلې دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په ټوېټر لیکلي:«موږ کابل ته خپل پلاوی د خپلو بندیانو د تصدیق او تثبیت لپاره لېږلی و، ځکه د لاسلیک شوې توافقتنامې او ژمنې پربنسټ د بندیانو خلاصون پیلېدونکی و، خو متاسفانه په بېلابېلو پلمو لا هم د بندیانو خلاصون ځنډول شوی دی، له دې امله له چهارشنبې څخه د طالبانو تخنیکي ټیم له اړوندو جهتونو سره په بې نتیجې ناستو کې ګډون نه کوي.»

له دې مخکې له طالبانو سره د مرکچي پلاوي یوه غړي ویلي چې طالبان د دغې ډلې د ۱۵ غړو د خلاصون غوښتنه کوي خو افغان حکومت د دغو طالب قوماندانانو خوشي کول رد کړي دي.

له طالبانو سره د مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي په دې اړه څرګندوي:«طالبانو یا هرې بلې ډ‌لې ته د جګړې په حالت کې د سپین چک ورکول دا حالت چې دواړه لوري د ګټلو ګټلو په حالت کې کړي دا نفعې کوي او تر ډېره به د طالبانو په ګټه پرېوځي انعطاف ته اړتیا ده، دولت باید نرمښت وښيي.»

د حکومت له خوا د پنځه زره طالب بندیانو او د طالبانو له زندانونو د زرو دولتي ځواکونو خوشي کولو بهیر باید د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقې له لاسلیک وروسته د افغانانو ترمنځ خبرو د پيلیدو لپاره پیل شوی وای. 

خو د هغه څه له امله چې د حکومت شرطونه بلل کېږي تراوسه دا تبادله نه ده شوې.

څه باندې یوه اوونۍ کېږي چې د طالبانو درې کسیز پلاوی د طالب بندیانو د خلاصون پر څرنګوالي د څارنې او د دولتي پوځیانو له بندیانو سره د تبادلې په موخه کابل ته راغلی او د حکومت د تماس له ډلې سره سلامشورې کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه