Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

"وروستیو بریدونه وښوده چې د طالبانو جنګي ذهنیت بدلون نه کوي"

ولسمشرۍ ماڼۍ په دې باور ده، چې هېواد کې د څو وروستیو ورځو ترهګریزو بریدونه څرګنده کړه چې د طالبانو جنګي ذهنیت بدلون نه کوي.

خو ارګ ټينګار کوي چې د افغانستان - امریکايي پوهنتون له دوه استادانو سره د انس حقاني او د حقاني شبکې دوه نورو مهمو غړو د تبادلې له ځنډېدو وروسته، حکومت د سولې په تړاو خپلو هڅو ته به دوام ورکړي.  

په داسې حال کې چې له طالبانو سره د خبرو څرنګوالی یو ځل بیا ګونګ ښکاري، افغان حکومت د دغه وضعیت مسوولیت پر طالبانو وراچوي.

ولسمشرۍ دفتر په دې باور دی چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د طالبانو تېرې اوونۍ بریدونه د دې لامل شوي چې د سولې بهیر بیا هم زیانمن شي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په دې اړه وویل:«د سولې لپاره زموږ نیت او ژمنه، څرګنده، واضح، واقعي ده، خو مقابل لوری، له تاوتریخوالي پرته بل څه نه لري چې له بده مرغه د دې لامل کېږي چې له هغه روایت او تاوتریخوالي سره، زموږ خلکو ته زیان ورسېږي.»

بلخوا د افغانستان د عامه څېړنو موسسې چې اتیا مدني بنسټونه یې غړیتوب لري د سولې په اړه تحقیق له خلکو سره شریکوي، په دغه پلټنه کې چې په شپږو میاشتو کې چمتو شوې د هېواد په دوولسو ولایتونو کې د ۲۶۰۰ کسانو نظر اخیستل شوی دی.

د بهرنیو ځواکونو له وتلو او د سولې خبرو پایلې ته له رسېدو وروسته په افغانستان کې د حکومتوالۍ او پرمختګ په شان مسایل د دې تحقیق اصلي برخې دي.

د سولې د عالي شورا مرستیاله حبیبه سرابي وايي:«طالبان هغه طالبان دي چې په ۱۹۹۶ کال کې راغلل کابل یې ونیو. خو په څرګنده دا نه منو چې طالبان دې په بېلابېلو ډلو ووېشل شي. هغوی چې راځي او د مذاکرې پر مېز کېني، هغوی ډېری هغه کسان دي چې له نړیوالې ټولنې سره په اړیکه کې دي.»

د بهرنیو چارو وزارت پخوانی سیاسي مرستیال جاوېد لودین څرګندوي:«زموږ ملي بنسټونه دې وساتل شي او له ترهګرۍ سره د مبارزې مسوولیت دې په مسوولانه توګه افغانستان ته ورکړل شي. که چېرې په دغو خبرو هوکړه وشي، په هغه صورت کې همدا وتل، په منظمه او مسوولانه توګه وي، دا یې د پایدارۍ امکان زیاتوي.»

په دې لړ کې د کابل د امریکایي پوهنتون له دوو استادانو سره د انس حقاني، مالي خان او حافظ رشید د تبادلې تصمیم چې تېره اوونۍ د اجرا په حال کې و، ډېرې نیوکې راپارولې دي.

د ولسي جرګې غړې ناهید فرید وايي:«د دې ترڅنګ چې موږ ټول پوهېږو، تجربې ښودلې چې طالب بندیانو ازادول، یوه ناکامه تضرع وه او پایله یې نه ده لرلې، او طالبانو هم دې ته اهمیت نه دی ورکړی. په فعلي وضعیت کې، له بده مرغه د دغو بندیانو ازادول، د دې پر ځای چې مرسته وکړي، مسله لا پېچلې او ګډه وډه کوي.»

د یکشنبې په ورځ یو شمېر سیاستوالانو چې تېره اوونۍ له طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته تللي وو، وویل چې د سې شنبې په ورځ تمه کېده چې انس حقاني او د هغه دوه ملګري د قطر په یوه الوتکه کې له بګرامه دوحې ته ولاړ شي.

خو د حکومتي سرچینو په وینا په لوګر کې د بهرنیو ځواکونو په کاروان د طالبانو له برید وروسته چې د هماغه ورځې په سهار وشو د طالبانو دغه غړي بېرته زندان ته ولېږدول شول.

طالبانو تراوسه په دې اړه چې د دغې تبادلې له ځنډولو وروسته د سولې خبرو په بهیر کې به کوم ګامونه پورته کړي څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ