افغانستان کې امریکايي ځواکونو په هلمند ولایت کې پر طالبانو هوايي برید کړی.
افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند وايي چې دغه برید د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو د طالبانو بریدونو په غبرګون کې شوی دی.
هغه پر طالبانو دا برید دفاعي بللی او زیاته کړې یې ده چې وروستیو یوولسو ورځو ـ د تاوتریخوالیو کمښت او له طالبانو سره د امریکا سولې لاسلیک مودې ـ په ترڅ کې لومړی برید دی چې ترسره کېږي.
د شنبې په ورځ د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک په دوحه کې لاسلیک شو چې ورته نیول شویو مراسمو کې د ۳۰ هېوادونو او نړیوالو بنسټونو استازو ګډون کړی وو.
د امریکا او طالبانو ترمنځ له هوکړې وروسته طالبانو د امریکايي ځواکونو پر وړاندې خپل بریدونه ودرول، خو د افغان ځواکونو پر وړاندې یې بریدونه پیل کړل.
تېره وځ د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې وشوې.
په همدې حال کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان سکاټ مېلر ګواښ تېره ورځ ویول چې که چېرې طالبان له امریکې سره د سولې له هوکړې سرغړونه وکړي دا هوکړه به له منځه ولاړه شي.
ښاغلي مېلر د ځانګړو عملیاتو له قول اردو څخه د لیدنې پرمهال وویل که چېرې طالبان له امريکا سره د سولې له هوکړې سرغړونه وکړي دا هوکړه به ماته شي.
که څه هم له امریکا سره د طالبانو د هوکړې له مخې د دغه هېواد ځواکونه باید له افغانستانه د وتلو بهیر پیل کړي، د دغو ځواکونو قومندان وايي دا یو دوامداره بهیر دی او دوی غواړي تل د خپلو ځواکونو د کارندوالي په اړه ډاډمن وي.