Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

وسله والو غلو د کابل په ارزان قیمت سیمه کې یو صراف وواژه

وسله والو غلو نن سهار(یکشنبې د سلواغې په ۲۷مه) د کابل په ارزان قیمت کې یو صراف په ډزو سره وواژه.

د شاهدان په وینا۳۱ کلن یعقوب چې صرافي یې وله، د یکشنبې په سهار کله یې چې غوښتل د نورو ورځو په څېر خپل کار ځای ته ولاړ شي، خپل کور ته نږدې د غلو له برید سره مخ شو.  غلو غوښتل د دغه صراف پیسې وتښتوي؛ خو کله چې هغه مقاومت وکړ؛ نو پرې ډزې یې وکړې چې په یوې مرمۍ ولګېد.

د احمد شاه بابا مینې اوسېدونکی شمس ‌الحق په دې اړه وايي:«پر هغه یې دوه مرمرۍ فیر کړئ؛ لومړۍ مرمۍ ونه لګېده، خو دویمه مرمۍ پر هغه ولګېده او همالته ځای پر ځای ووژل شو.»

د احمد شاه بابا مېنې بل اوسېدونکی سید حسن هم زیاتوي:«د سړک په دېرش مترۍ کې، یوه درلارې ده؛ په رڼا ورځ اته او شل دقیقې یو بېچاره وژني.»

د دغه صراف خپل خپلوان د کابل پولیس د جنايي جرمونو پر وړاندې په مبارزې کې په بې پروایۍ تورنوي.

د وژل شوي کس له خپلوانو زبیدالله څرګندوي:«د عمومي سړک په شل مټرۍ کې، خلک وژل کطږي خو هېڅوک پاملرنه نه کوي. د حلالې روزي پيدا کول هم د خلکو لپاره غم شوی دی.» 

په کابل کې دغه ډول پېښې تل کابل مېشتي اندېښمنوي. د پلازمېنې اوسېدونکي وايي دوی د هوا له تیاره کېدو وروسته، د ښار په لارو کوڅو کې په ازادانه توګه تګ راتګ نه شي کولای.

د پېښې شاهدان وايي چې غلو غوښتل د دغه صراف پیسې وتښتوي؛ خو کله چې هغه مقاومت وکړ؛ نو پرې ډزې یې وکړې چې په یوې مرمۍ ولګېد.

شریک یي کړئ