Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ولسمشرغني په یوه فرمان کې د ملي مصالحې شورا تشکیلات اعلان کړل

ولسمشر غني په یوه فرمان کې د ملي روغې جوړې عالي شورا تشکیلات او د دغې شورا د ځینو غړو نومونه اعلان کړل.

په دغه فرمان کې چې نن ماښام شنبې (د وږي په ۸مه) د دین له عالمانو، خصوصي سکټور، ملي شورا، ولایتي شوراګانو او رسنیو څخه غوښتل شوي دي چې د یوې اوونۍ په لړ کې خپل استازي په دغې شورا کې د غړیتوب لپاره معرفي کړي.

د دغه فرمان پربنسټ د دغې شورا ۱۹ غړي جهادي او سیاسي شخصیتونه دي، ۹ غړي یې حکومتي او  ۸ غړي یې هم مېرمنې دي.

دغه شورا یو رییس او اووه مرستیالان لري او دوه تنه هم د دغې شورا د مشرتابه غړو په توګه دي.

عبدالله عبدالله د دغې شورا د رییس، عبدالسلام رحیمي، عنایت الله بابر فرهمند، اسدالله سعادتي، زهره مطهري، عطاالرحمان سلیم، حاجي دین محمد او اکرم خپلواک د دغې شورا مرستیالان دي.

د افغانستان د مرکچې پلاوي رییس معصوم ستانکزی او نورالحق علومي د دغې شورا د مشرتابه غړو په توګه دي.

شریک یي کړئ