Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشرۍ ماڼۍ: تر راتلوونکو دوه اوونیو به مرکچي پلاوی معرفي شي

ولسمشرۍ ماڼۍ خبر ورکوي چې تر راتلوونکو دوه اوونیو به د سولې خبرو اترو مرکچي پلاوی معرفي شي.

په داسې حال کې چې ټاکل شوې یوه اوونۍ وروسته د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ د سولې موافقه لاسلیک شي، خو افغان حکومت تر دوه اوونیو پورې د یوه ټول ګډونه پلاوي د جوړولو خبره کوي.

د ولسمشر ویاند وایي د دغه پلاوي صلاحیتونه به محدود وي .

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په دې اړه وویل:«له ښاغلي کرزي، ښاغلي عبدالله، ښاغلي محقق او ټولو سیاستوالو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې دوی هم هغه کاروان کې ګډون وکړي چې سوله ده او په افغانستان کې د جګړې پای دی.»

ولسمشرۍ دفتر وايي له طالبانو سره د سولې د مرکچې پلاوي د پرېکړو د تایید لپاره به یوه سیاسي اجماع یا لویه جرګه جوړه شي.

خو ځينې سیاستوالان وايي چې د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته د هېواد د ځينو سیاستوالو ترمنځ د سیاسي اخلافونو زیاتوالی د دې لامل شوی چې ځينې سیاستوال د سولې په برخه کې له حکومت سره خپلې همکارۍ پرې کړي.

د افغانستان د ملي پیوستون غورځنګ مشر سید اسحاق ګیلاني په دې اړه وايي:«ګوندونه او د هېواد لوړ پوړي سیاستوال د ارګ پر خلاف دي او په هېڅ صورت په هغه پلاوی کې چې اشرف غني هغه تعیین کړی وي، دوی حاضر نه دي چې ولاړ شي او له طالبانو سره خبرې وکړي.»

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم څرګنده کړه:«په دولت کې یو ځانګړی لوری سخته هڅه کوي چې د سولې مخه ونیسي.»

یوه حکومتي سرچینه طلوع نیوز ته وايي هغه پلاوی چې د حکومت لخوا له طالبانو سره د خبرو لپاره معرفي شوی له ۱۵ کم غړي به ولري.

د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم په دې اړه وایي:«داسې هڅې کېږي چې د ټولو دخیلو لورو په ګډون د افغانستان د سولې بهیر کې یو ټول شموله او جامع پلاوی له طالبانو سره د مذاکرې لپاره معرفي شي.»

خو د طالبانو یو پخوانی چارواکی په دې باور دی چې طالبان به له هغه پلاوي سره چې ټول ګډونه نه وي خبرو ته حاضر نه شي.

د طالبانو د واکمنۍ پرمهال لوی څارنوال جلال الدین شینواری څرګندوي:«د اسلامي امارت او امریکا پر مذاکراتو هېڅ اغېزه نه لري خو د افغانانو ترمنځ مذاکراتو باندې چې ټاکل شوې ۱۷ ورځې وروسته پیل شي خپلې منفي اغېزې به ولري.»

د دې ترڅنګ د سولې لپاره د ځینو سیاسي شخصیتونو هڅې هم روانې دي، له دې ډلې د مخکني ولسمشر حامد کرزي د رسنیو دفتر وايي چې ښاغلي کرزي له جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف سره په کتنه کې د سولې د بهیر او د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو د اعلان له امله رامنځته شویو جنجالونو لپاره د حل لارې د لټون په موخه خبرې اترې کړې دي.

شریک یي کړئ