Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ولسمشرۍ ماڼۍ: د حکومت کابینه به ډېر ژر بشپړه شي

د اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ د سیاسي هوکړې له لاسلیک کېدو او د مشارکتي حکومت له جوړېدو  یوه میاشت او دوه ورځې تېږېږي؛ خو تر اوسه د حکومت د کابینې د بشپړېدو څه څرک نه لګېږي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د ولسمشر له خوا پنځوس سلنه کابینه د وروستي کېدو په حال کې ده، خو د کابینې د هغو غړو نوملړ چې د عبدالله عبدالله برخه کېږي ولسمشرۍ ته نه دی رسېدلی.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په دې اړه وویل:«یو یا دوه بنسټونه چې پاتې دي، ټاکل شوې ده چې هغه هم په یوه یا دوه راتلوونکو ورځو کې وروستي شي. خو موږ هغه نوملړ ته په تمه یوو چې له سیاسي طبقې له موږ سره دي... هغوی له موږ سره نوملړ شریک کړي.»

ورته مهال عبدالله عبدالله ته نژدې سرچینې د نوماند وزیرانو د دغه نوملړ د وروستي کېدو خبر ورکوي چې د ښاغلي عبدالله له لوري به معرفي شي.

 خو د ښاغلي عبدالله  دفتر دا نوملړ په رسمي توګه نه دی تایید کړی. ظاهراً د ډلو خپلمنځي اختلافونه د کابینې د معرفي کولو په بهیر کې د ځنډ لامل بلل کېږي.

د جنبش ګوند مرستیال عبدالله قرلق وايي:«احتمال لري چې نن له ارګ سره به شریک شي. نو ښايي نن شپه او یا هم سبا کابینه اعلان کړي.»

د کورنیو چارو پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند هم څرګنده کړه:«که چېر ې دوی په همدې بڼه پاتې شي، د افغانستان د دربدرۍ دوام دی. هېڅکله موږ هېڅ لارې ته نه رسېږو.»

تر اوسه د ولسمشر غني له آدرسه د بهرنیو چارو، مالیې، کانونو او پټرولیم، پوهنې، ښځو چارو او ښار جوړونې نوماند وزیرانو او د ملي امنیت د عمومي ریاست نوماند رییس او د افغانستان بانک نوماند رییس معرفي شوي دي.

هېوادوال هم نیوکه کوي چې د حکومت مشران باید ملي ګټې په پام کې ونیسي او له دغه ستونزمن حالت نه د وتلو لپاره کار وکړي.
 
د کابل اوسېدونکې رخسار نظري وايي:«عامو خلکو ته دې پام وکړي او د خلکو د ګټو په اړه دې فکر وکړي. موږ په خبراب وضعیت کې یوو.»

مشارکتي حکومت چې د سیاسي هوکړې له مخې رامنځته شوی دی، له ملي یووالي حکومت سره ډېر ورته والی لري. د ملي یووالي حکومت په څه باندې پنځو کلونو کې کابینه بشپړه نه وه.
 
عبدالله عبدالله ته نژدې سرچینې د نوماند وزیرانو د دغه نوملړ د وروستي کېدو خبر ورکوي چې د ښاغلي عبدالله له لوري به معرفي شي.

شریک یي کړئ