Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشرۍ ماڼۍ: د نوې کابینې غړي به ډېر ژر ولسي جرګې ته معرفي شي

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د نوې کابینې معرفي کول د حکومت له لومړیتوب څخه دی او ډېر ژر به د کابینې غړي ولسي جرګې ته معرفي کړي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په دې اړه وايي:«د افغانستان د حکومت یو له لومړیتوبونو څخه دا دی چې ژر تر ژره د کابینې د غړیتوب لپاره نوماندان ولسي جرګې ته معرفي شي. په دې برخه کې څه پرمختګ شوی دی.»

د سیاسي هوکړې له مخې عبدالله عبدالله په کابینه کې ۵۰ سلنه ونډه لري؛ خو عبدالله عبدالله ته نږدې کسان وايي، لا هم په خپلواکو ریاستونو کې د دوی د ونډې په اړه خبرې وروستۍ شوې نه دي.

عبدالله عبدالله ته نږدې کس فضل احمد معنوي څرګندوي:«له سیاستوالو غوښتول شي دي چې پر شرایطو برابرو کسانو نوملړ چې غواړي کابینې ته لار پيدا کړي راوړي، او طبعي ده هغه کسان چې پر شرایطو برابر وي، کابینې ته به لار پيدا کړي، خو لا هم پر ځينو موضوعګانو بحث روان دی، پر ځينو خپلواکو ریاستونو او نورو بنسټونو.»

د پخواني ولسمشر سلاکار شهزاده شاهد هم په دې اړه زیاته کړه:«ژر تر ژره باید د حکومت کابینه ملي او ټول ګډونه چمتو شي.»

د ولسمشر غني د لوړې له مراسمو نږدې ۳ میاشتې تیریږي؛ خو هغه له عبداله عبداله سره د سیاسي ناندریو له امله په دې نه دی بریالی شوی؛ څو خپله نوې کابینه معرفي کړي. 
د ولسمشر غني او عبداله عبداله تر منځ د سیاسي هوکړې له لاسلیک وروسته اوس تمه کیږي چې د مشارکتي حکومت د کابینې غړي ولسي جرګې ته معرفي شي.
 
شریک یي کړئ