Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشرۍ ماڼۍ لس تنه نور نوماند وزیران هم معرفي کړل

ولسمشرۍ ماڼۍ نن دوشنبې (د وږي ۱۰مه) د کابینې لس تنه نور نوماند وزیران هم معرفي کړل. دا په داسې حال کې ده چې په ځینو وزارتونو کې د ګومارنې پر سر له هغې ډلې د سولې په چارو کې د دولت وزارت، پرسر د ارګ او سپيدار اختلاف شتون درلود او د کابینې په بشپړتیا کې د ځنډ یو له لاملونو هم ګڼل کېږي.

دا نوماند وزیران د ولسمشر د ویاند صدیق صدیقي له خوا په یوې خبري ناسته کې اعلان شول.

به دې ترتیب سره، وزیر بشیر احمد ته ینج د کار او ټولینزو چارو نوماند، نصار احمد غوریاني د صنعت او سوداګرۍ نوماند وزیر، قدرت الله ذکي د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند نوماند وزیر، معصوم خاوري د مخابراتو نوماند وزیر، انور الحق احدي د کرنې نوماند وزیر، فضل احمد معنوي د عدلیې نوماند وزیر، سید سادات منصور نادري د سولې په چارو کې د دولت نوماند وزیر، نور رحمان اخلاقي د کډوالو او راستنېدونکو چارو نوماند وزیر، محب الله صمیم د سرحداتو، اقوام او قبایلو نوماند وزیر او عباس بصیر د لوړو زده کړو نوماند وزیر په توګه معرفي شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابنیې او د ملي روغې جوړې عالي شورا په تشکیل کې د ځنډ لامل، د سولې وزارت په هکله د غني او عبدالله ترمنځ اختلاف ګڼل شوی دی.

د کابنیې او د ملي روغې جوړې عالي شورا په تشکیل کې د ځنډ لامل، د سولې وزارت په هکله د غني او عبدالله ترمنځ اختلاف ګڼل شوی دی.

شریک یي کړئ