ولسمشر غني اته دولتي شرکتونو مدغم کولو سره "د ملي پراختیا شرکت د جوړېدو" فرمان صادر کړی.
د دغه فرمان یوه نسخه چې طلوع نیوز ته رسېدلې ده، په کې راغلي دي، د ملي پراختیايي پروژو پلي کېدو، هېواد کې د اقتصادي چارو د ودې چټکتیا او د دولتي تصدیو د چارو ښه سمبالښت په موخه د ملي پراختیا شرکت جوړیږي.
د بنايي، هلمند، افغاني، کورجوړونې رغنیزو شرکتونو تصدۍ، د غوري سمنټو، د جبل السراج سمنټو فابریکو تصدۍ، د ارزاقو او ننګرهار وادي کرنیزو شرکتونو تصدۍ به سره مدغم شوي او د ملي پراختیا شرکت تر چتر لاندې به فعالیت کوي.
ولسمشر عبدالرحمن عطاش چې د ولسمشرۍ دفتر د عملیاتي واحد مرستیال وو، د ملي پراختیا شرکت د اجرايي رییس په توګه ګمارلی دی.