د ټاکنو پایلو پر سر د دریوو میاشتو ناندرو وروسته ولسمشر غني او عبدالله عبدالله بلاخره سیاسي هوکړه نن(یکشنبې د غويي په ۲۸مه نېټه لاسلیک کړه.
دا هوکړه وروسته له هغې لاسلیک کیږي چې ولسمشر غني او عبدالله عبدالله دواړو د تېر کال د تلې میاشتې ولسمشرۍ ټاکنو بریالي وبلل او د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولسمشر غني بریالی اعلان کړ.
خو له هغې وروسته عبدالله عبدالله د ټاکنو پایلې ونه منلې او د کب په ۱۹ یې د ولسمشر غني سره په یوه ورځ د لوړې بېل مراسم ترسره کړل.
د دواړو لورو ترمنځ د سیاسي هوکړې نسخې له مخې چې طلوع نیوز ته رسېدلې، ولسمشر غني به ولسمشر وي اوعبدالله عبدالله به د مصالحې عالي شورا ریاست ترڅنګ کابینه کې ۵۰ سلنه ونډه ولري.
دغې نسخې کې راغلي دی چې د سولې بهیر مشري به د مصالحې عالي شورا کوي او د سولې مرکچي پلاوی به هم راپور ورکوي
د هوکړې بله برخه کې هم جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبه ورکول کیږي او د دولت عالي شورا او ملي امنیت کې به هم برخه ورکول کیږي.
په همدې حال کې سرچینې وايي چې د کار او ټونیزو چارو، عدلیې، کورنیو چارو، کډوالو او بېرته راستنېدونکو، کرنې او مالدارۍ، د لوړو زده کړو، د سرحدونو او قبایلو، د سوداګرۍ او صنعت او د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارتونه ولسمشر غني عبدالله عبدالله ته وړاندیز کړي دي.
د هوکړې بله برخه کې حکومت او د ټاکنو ترسره کولو کې پر اصلاحاتو ټینګار شوی دی.
د دغه سند پربنسټ، یوه پنځه کسیزه څارونکي شورا به جوړیږي چې دغه شورا له سیاسي مشرانو، ملي شخصیتونو، د ملي شورا له استازو، د بېلابېلو سیاسي طبقو له استازو، ټولنې، مدني ټولنې، ښځو او ځوانانو جوړه وي.