Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشر غني: حکومت د طالبانو ۵۰۰ نور بندیان ازاد وي

ولسمشر غني د اختر په مناسبت په خپله وینا کې د طالبانو له خوا د اروبند د اعلان په بدل کې د نېک اقدام په توګه د طالبانو ۵۰۰ نورو بندیانو د ازادو په اړه خبر ورکړ او وې ویل چې د هغوی د ازادولو بهیر به د اختر په څلورمه بشپړ شي.

د ښاغلي غني په وینا د دغو ازاد شویو کسانو سره، د طالبانو د ازاد شویو کسانو شمېر به پنځه زره او ۱۰۰ تنو ته ورسېږي.

ولسمشر په خپله وینا کې اعلان وکړ چې تراوسه حکومت څلور زره او ۶۰۰ تنه طالب بندیان ازاد کړي خو هغه د اساسي قانون او د جزا قانون پر بنسټ د ۴۰۰ نورو بندیانو د ازادولو واک نه لري.

هغه وايي چې د ۴۰۰ بندیانو د ازادو د څرنګوالي په اړه به خلک په لویه جرګه کې چې ډېر ژر به جوړه شي پرېکړه وکړي.

ښاغلي غني وویل:«د طالبانو له خوا په وړاندې کړل شوي نوملړ کې ۴۰۰ تنه بندیان دي چې د هغوی د خلاصون په اړه د افغانستان ولسمشر د اساسي قانون او د جزا قانون پر بنسټ واک نه لري. خو دا په دې مانا نه ده چې موږ د دغو ټولو بندیانو د ازادولو په اړه منفي ځواب ورکړو. زه باید له ملت سره مشوره وکړم او د نوموړو ۴۰۰ بندیانو په اړه، مشورتي جرګه رابولم، چې د خلکو د استازو د مشورو پربنسټ، موږ په دې اړه پرېکړه وکړو. هغه له ملي شورا وغوښتل چې د لویې جرګې د جوړېدو له امله د اوړي له رخصتۍ تېر شي او بېرته کابل ته راشي.»

ښاغلي غني زیاته کړه:«دا کار د دې لپاره ترسره کوو چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د سولې په وړاندې ټول خنډونه لرې کړل شي او د اختر تر څلورمه ۵۰۰ طالب بندیان د امنیتي او دفاعي ځواکونو او مُلکي خلکو په بدل کې چې له طالبانو سره بند کې دي، ازادېږي.»

ښاغلي غني همدارنګه د طالبانو له خوا د اوربند له اعلان څخه هرکلی وکړ او له دغې ډلې یې وغوښتل چې دغه اوربند وغځوي او له حکومت سره مذاکرې پیل کړي چې د دغې ډلې د ډېرو بندیانو د ازادولو په اړه بحث وشي.

هغه زیاته کړه:«پر طالبانو بیاځلې غږ کوم چې ژر تر ژره د افغانستان اسلامي جمهوري له مرکچي پلاوي سره خبرې پيل کړي. د مذاکرې په لړ کې پر پاتې بندیانو هم بحث وشي او پرېکړه به ونیول شي.»

ورته مهال ښاغلي غني وویل چې د کورونا ویروس ګواښ لاهم موجود دی او خلک باید د روغتیا وزارت سپارښتنې په پام کې ونیسي.

افغان ولسمشر په دې اړه زیاته کړه:«د کورونا ویروس د خپرېدا له کبله په هېواد کې د رامنځته شوي وضعیت، د اقتصادي زیانونو په خاطر غواړم ډاډ درکړم چې افغان حکومت ګټورې اقتصادي پروګرامونه تر لاس لاندې لري چې له دغه وضعیت څخه ډېر ژر ان شاالله بهر شي او بېرته په ټولو برخو کې د تحرک شاهد واوسو.»

شریک یي کړئ