ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې (جمعه د وږي۹مه) ولسمشر غني د بریتانیا د دفاع وزیر، ګوین ویلیامسن سره لیدلي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې په دې کتنه کې دواړو لورو په سیمهییزو مسایلو، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز، د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې بهیر او له ترهرګرۍ سره پر ګډې مبارزې خبرې شوې دي.
په دې لیدنه کې ولسمشر غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په برخه کې د بریتانیا د مرستو او همکاریو درناوی کړی دی.
له ولسمشر سره په لیدنه کې د برتانیا د دفاع وزیر له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغان امنیتي ځواکونو قربانۍ وستایلې او په افغانستان کې یې د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت ترڅنګ له افغانستان سره په ځانګړي ډول د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په برخه د خپل هېواد د همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.