Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشر غني: د بندیانو ازادولو بهیر به چټک شي

ولسمشر غني د اختر په مناسبت خپلې وینا پرمهال د طالبانو لخوا د شوي اوربند هرکلی وکړ او څرګنده یې کړه چې د یادې ډلې د بندیانو ازادولو بهیر به چټک شي.

ښاغلي غني چې نن یکشنبې(د غبرګولي په ۴مه نېټه) د اختر له لمانځه وروسته خبرې کولې زیاته کړه چې حکومت به د مسوول په توګه د نورو ګامونو پورته کولو هڅه وکړي.

نوموړي څرګنده کړه:«زه اعلان کوم د طالبانو بندیانو د ازادولو بهیر به چټک شي، او پر طالبانو هم غږ کوو چې ورسره په بند کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه هم ازاد کړي.»

ولسمشر غني خلکو ته د خوشاله اختر لمانځلو هیله څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې د سولې راوستل د ټولو مسوولیت دی.

هغه زیاته کړه چې افغان ځواکونو ته یې سپارښتنه کړې، څو دغه اوربند په پام کې ونیسي.‎

ولسمشر غني بیان کړه چې د سولې بریالي افغانان دي:«جګړې یوازې د ورانیو، بې وزلیو لامل شوی په ځانګړې توګه افغان مېرمنې ډېرې ترې اغېزمنې شوې دي.»

ښاغلي غني وویل چې د بین الافغاني خبرو لپاره پلاوی چمتو دی.

شریک یي کړئ