ولسمشر غني نن(سېشنبې د سلواغې په لومړۍ نېټه) د اقتصاد ۲۰۲۰نړیوالې ناستې ګډون په موخه د سویس داووس ښار ته ولاړ.
ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په دې سفر کې یو شمېر لوړپوړي دولتي چارواکي هم د ولسمشر ملتیا کوي.
خبرپاڼه همداراز زیاتوي چې ولسمشر به ددغه سفر په ترڅ کې په اقتصاد نړیواله مجمع کې پر ګډون او وینا سربېره د یادې مجمع رییس او د یو شمېر هېوادونو له مشرانو او مقاماتو سره هم کتنې ولري..
د سږ کال اقتصادي ناسته کې به امریکا په ګډون د کابو پنځوسو هېوادونو مشران ګډون وکړي.